ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په سرپل کې نږدې ۲۰ امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتېد

په سرپل کې نږدې ۲۰ امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتېد

author avatar
2 Mar 2019 - 12:07
په سرپل کې نږدې ۲۰ امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتېد
author avatar
2 Mar 2019 - 12:07

سرپل (پژواک، ۱۱ کب ۹۷): سیمه ییزې سرچینې وايي چې په سرپل ولایت کې د طالبانو په یو کمين کې نږدې ۲۰ دولتي سرتېري وژل شوي او ټپیان دي او ځیني يې د دولت وسله والو مخالفینو نیولي دي.

طالبانو پرون د دولتي ځواکونو پر یو کتار چې د یاد ولایت سانچارک پر لور روان و، د سرپل  سوزمه کلا ولسوالۍ اړوند په دوابه سیمه کې برید کړی دی.

د سانچارک ولسوال نقیب الله وايي چې د وسله والو مخالفینو په کمين کې ۱۱ امنیتي سرتېري وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

دغه راز نوموړي ادعا وکړه چې په دې پېښه کې دېرش وسله وال طالبان وژل شوي او ځیني نور ټپیان دي.

خو د پېښې له ځایه یوې سرچينې پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دې نښته کې طالبانو ته د ور اوښتې مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري خو په دې نښته کې ۱۸ دولتي ځواکونه وژل شوي، یو شمېر ټپیان دي او ځیني نور برمته شوي دي.

د سرچينې په وینا، طالبانو د امنیتي ځواکونو څو موټرو او زغره والو ټانکونو ته هم اور اچولی دی.

طالبان وایي چې په دغه برید کې امنیتي ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده او د دې ځواکونو اته ټانکونه هم ویجاړ شوي دي.

هغوی زیاتوي چې ۱۳ دولتي ځواکونه د طالبانو له لوري برمته شوي او اته ټانکونه هم د هغوی لاس ته ورغلي دي.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.