ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سېلابونو په فراه کې زرګونه کسان بې کوره کړي

سېلابونو په فراه کې زرګونه کسان بې کوره کړي

author avatar
3 Mar 2019 - 14:04
سېلابونو په فراه کې زرګونه کسان بې کوره کړي
author avatar
3 Mar 2019 - 14:04

فراه (پژواک، ۱۲کب ۹۷): سېلابونو تېره شپه د فراه ولایت په مرکز او شېبکوه، پشتکوه، اناردرې، خاکسفېد او پشترود ولسوالیو کې زیات شمېر کورونه او زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه او زیانمنه کړې ده.

د فراه والي محمد شعیب ثابت له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې دا پېښه یوه غميزه وبلله او د جزئیاتو له ورکولو پرته يې وویل چې فراه ښار، شیبکوه، پشتکوه، اناردرې او خاکسفېد ولسوالیو ته زیات زیانونه اوښتي دي.

نوموړي زیاته کړه: ((د فراه ولایت اتیا سلنه زیانمن شوی دی او زرګونه کورونه ویجاړ شوي دي.))

د فراه والي وویل چې یوازې تېره شپه د فراه ښار له ناحیو نږدې ۷۰۰ کورنۍ د ښوونځيو په ودانیو کې ځای پر ځای شوي او یو شمېر يې د خپلوانو کورونو ته تللي دي.

نوموړي زیاته کړه چې له سیمه ییزې ادارې سره شته امکانات د زیانمنو اړتیاوې نه شي پوره کولی.

هغه وویل چې تر اوسه د انساني تلفاتو په اړه راپور نه دی ورکړل شوی.

سېلاب ځپلي او د فراه ښار اوسېدونکي عنایت الله چې یبله پښې و او جامي یې په خټو لړل شوې وې، د خپل ویجاړ کور مخ ته ناست و، وویل: ((ټول ژوند مې برباد شو، هېڅ راته پاتې نه شول.))

نوموړي چې له بې کوري او اقتصادي امکاناتو له نه شتون څخه ژړل له حکومت او مرستندویه بنسټونو يې غوښتنه وکړه څو له ده او نورو زیانمنو شوو سره بېړنۍ مرستې وکړي.

د یادونې ده، درې اوونۍ وړاندې هم په دغه ولایت کې د سختو بارانونو ورښت او سېلابونو له امله، د دوو ماشومانو په ګډون اووه کسان مړه شوي وو، د استوګنې لسګونه کورونه ویجاړ او زرګونه کورنۍ بې ځایه شوې دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.