کندهار- لښکرګاه (پژواک، ۱۲ کب ۹۷): په کندهار او هلمند کې د ورښت او سېلابونو له امله ١٩ کسان مړه شوي او ٤٢ نور ژوبل دي.
د کندهار د عامې روغتیا رییس ډاکټر عبدالقیوم پخلا پژواک خبري اژانس ته وویل، په کندهار ښار او ولسوالیو کې د ورښت او سېلابونو له امله ۱۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۳۵ نور ټپیان شوي چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي.
هغه زیاته کړه، ټپیان د کندهار ښار له بېلابېلو ناحیو، ارغنداب، دامان، سپین بولدک او میوند ولسوالیو څخه د کندهار ښار میرویس روغتون ته راوړل شوي چې ځیني له درملنې وروسته رخصت شوي او ځیني نور لا هم بستر دي.
هغه زیاته کړه، د شپږو روغتیايي ډلو په ملتیا چې په درملو، ډاکترانو او امبولانسونو سمبال وو، د کندهار ښار هغو سیمو ته مرستې رسولې چې اوسېدونکي یې زیانمن شوي دي.
د ده په خبره، دغو روغتیايي ډلو د کندهار ښار په بېلابېلو ساحو او ولسوالیو کې د ۲۷۱ سېلاب ځپلو ناروغانو درملنه کړې او پر ۱۲۳ تنو یې روغتیايي کېټونه وېشلي چې ۹۰ یې د ماشومانو وو.
بلخوا د کندهار ولایت سکتوري ریيس عبدالحکيم حکيمي وايي چې د کندهار ښار په بېلابېلو سیمو کې ۳۹۷ کورنۍ او په بېلابېلو ولسوالیو کې ۱۵۷۵ کورنۍ زیانمنې شوې او کورونه یې د ورښت او سېلابونو له امله ویحاړ شوي دي.
دغه راز ده خبر ورکړ چې ورښت او سېلابونو د کندهار ښار د یو شمېر ناحیو تر څنګ په ژېړۍ، پنجوايي، ارغنداب، ډنډ، دامان، میوند، ارغستان، سپین بولدک او یو شمېر نورو ولسوالیو کې زیانونه اړولي دي.
دی وايي، ډېرې هغه کورنۍ چې د سېلاب په منځ کې پاتې وې او د ځمکې له لارې یې ژغورل ناممکن و، د هوايي لوا په مرسته د هوا له لارې ښار ته رالېږدول شوي او دلته په خصوصي سالونونو او یو شمېر نورو ودانیو کې ځای پر ځای شوي دي.
نوموړي هم وویل چې د ورښت او سېلابونو له امله ۱۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۳۵ تنه نور ټپيان شوي دي.
له طبیعي پېښو سره د چمتووالي ادارې رییس مسعود احمد پښتون پژواک خبري اژانس ته وویل چې ۱۲ سوه بې ځایه شوو کورنیو ته یې د کندهار په زراعتي پوهنتون کې د خوراک او کمپلو اسانتیاوې برابرې کړې دي.
هغه دغه راز له سېلاب ځپلو سره د نورو مرستو خبر هم ورکړ چې د مرستندویه ادارو په مرسته به ترسره شي.
د کندهار والي اړوندو ادارو او مرستندویه موسساتو ته سپارښتنه کړې چې په لومړي ګام کې د کندهار ښار او بیا د ولسوالیو سېلاب ځپلو کورنیو ته مرستې ورسول شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن