ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلک: د پکتیکا له لارې هره ورځ لسګونه موټر زړې اوسپنې پاکستان ته قاچاق کېږي

خلک: د پکتیکا له لارې هره ورځ لسګونه موټر زړې اوسپنې پاکستان ته قاچاق کېږي

author avatar
3 Mar 2019 - 16:27
خلک: د پکتیکا له لارې هره ورځ لسګونه موټر زړې اوسپنې پاکستان ته قاچاق کېږي
author avatar
3 Mar 2019 - 16:27

ښرنه (پژواک، ١٢ کب ٩٧): د پکتيکا اوسېدونکي وايي چې هره ورځ لسګونه موټر زړې اوسپني د دغه ولايت له لارې پاکستان هېواد ته په قاچاقي ډول وړل کېږي خو د دغه ولايت چارواکي وايي چې د مخنيوي لپاره يې جدي اقدامات پيل کړي دي.

د پکتيکا د مرکز ښرنې اوسېدونکي عبدالعزيز د کب په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې وروستيو د دغه ولايت له لارې پاکستان هېواد ته د زړو اوسپنو قاچاق زور اخيستى دى.

هغه وايي: ((موږ هره ورځ لسګونه موټر ګورو چې کباړ په کې بار وي او پاکستان ته يې وړي، په دې قاچاق کې امنيتي مسوولين لاس لري.))

دغه راز د ښرنې بل اوسېدونکي جمال الدين الهام هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل چې دغه کباړ له نورو ولايتونو څخه راوړل کېږي او بيا د پکتيکا له لارې پاکستان ته انتقالېږي.

ده ټينګار وکړ چې حکومت بايد په دغه شان موضوعاتو  کې جدي و اوسي او د مخنيوي لپاره يې بايد اقدام وکړي.

همدارنګه په دې اړه د پکتيکا ولايتي شورا غړي نعمت الله ببري پژواک ته وويل چې له هېواده د دغه شان توکي وړول نورو هېوادونو ته غيرقانوني کار دى.

ببري هم تور پورې کړ چې د زړو اوسپنو په قاچاق کې امنيتي مسوولين ښکېل دي که نه وختي به يې مخه نيول شوې وه.

د اړوندې موضوع په اړه د پکتيکا والي مجيب الرحمن څمکني پژواک ته وويل چې د زړو اوسپنو د قاچاق د مخنيوي لپاره يې جدي هلې ځلې پيل کړي دي.

هغه وايي: ((له يو شمير کسانو سره يوځاى مو تېره شپه شپږ له کباړو ډک موټر نيولي دي او په دې برخه کې جدي استو.))

د والي په وينا، يو شمېر کسان د شرکتونو په نومونو په دې پلمه چې دغه توکي بل ولايت ته انتقالوي، د قاچاق په ډول يې پاکستان ته وړي خو له دې وروسته يې جدي مخه نيول کېږي.

د يادونې ده، څه موده وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني د ملي دفاع وزارت ته حکم وکړ چې په هېواد کې د صنعت د ودې په موخه زړې وسپنې بايد نورو هېوادونو ته انتقال نه شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.