ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دکورنیو چارو وزارت: د نه اصلاح کېدو په صورت کې به  مفسدین وځپل شي

دکورنیو چارو وزارت: د نه اصلاح کېدو په صورت کې به مفسدین وځپل شي

author avatar
3 Mar 2019 - 18:39
دکورنیو چارو وزارت: د نه اصلاح کېدو په صورت کې به  مفسدین وځپل شي
author avatar
3 Mar 2019 - 18:39

کابل(پژواک،۱۲کب۹۷): د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال د ګذر وکیلانو سره د راتلونکي کال لپاره د امنیتي پلان د جوړېدو په ناسته کې د مفسدینو د تصفیې د پیل خبر ورکړ او له قانونه سرغړونکو ته یې ګواښ وکړ چې د نه اصلاح کېدو په صورت کې له پښو غورځول کېږي.

نن د کابل د ۱۰۱ اسمايي زون په قوماندانۍ کې د امنیت د تامین لپاره د همغږۍ، د امنیتي ستونزو د حل او د امنیتي ځواکونو او خلکو تر منځ د باور رامنځته کېدو په موخه  د ګذر له وکیلانو، د اصنافو له رییسانو او  د کابل ښار د ناحیو له مشرانو سره د ملکي او نظامي چارواکو لومړنۍ امنیتي ناسته ترسره شوه.

د کورنیو چارو وزارت د امنیتي چارو مرستیال مل پاسوال خوشحال سعادت په دې ناسته کې وویل، په هرې ډلې پورې د تړلو مفسدینو تصفیه پیل شوې ده.

د هغه په خبره، د پولیسو یو شمېر هغه قوماندانان چې د کار وړتیا نه لري له دندو به ګوښه او په دغه وزارت کې به له نن وروسته د وړتیا او توانمندۍ له مخې کسان په  دندو ګومارل کېږي.

هغه زیاته کړه: ((زموږ اوسني ګواښونه جرمونه دي او مجرمین باید له سره فکر وکړي، له دې پرته به پولیسو ته امر وشي څو هغه کسان چې قانون ته احترام نه لري او غیرقانوني کارونه کوي له پښو وغورځوي.))

سعادت خلکو ته په خطاب وویل: ((موږ هڅه کوو چې اصلاحات رامنځته کړو څو پر پولیسو د خلکو باور زیات شي، خو ستاسو مرسته مهمه ده، دښمنان هڅه کوي چې افغانستان مخکني حالت ته وګرځوي، له ټولو اړخونو تخریب روان دی، تاسو د خپلو هغو اولادونو په خاطر چې هره ورځ قرباني ورکوي له موږ سره مرسته وکړئ.))

د کابل د ۱۰۱ اسمايي زون قوماندان لوی پاسوال سید محمد روشندل د نننۍ ناستې موخه د راتلونکي کال د امنیتي پلاون د جوړېدو لپاره د ګذر د وکیلانو د وړاندیزونو او نظریاتو اورېدل وبلل او ویې ویل، دا ډول ناستې دوام لري.

د کابل د ملي امنیت رییس برید جنرال مسعود اندړ هم د امنیت د ټينګېدو لپاره د خلکو اغېز مهم وباله او ویې ویل: ((موږ غواړو د راتلونکي کال د امنیتي پلان د بډاینې لپاره ستاسو له وړاندیزونو او نظرونو څخه ګټه واخلو.))

د ناستې په جریان کې د کابل ښار د لومړۍ ناحیې د وکیلانو رییس سید حسین پروېزي د امنیتي خوندیتوب په برخه کې د خلکو د همکارۍ او ملاتړ د اعلان تر څنګ په لومړۍ ناحیه کې پر نشه يي توکو د روږدو کسانو او د یادو توکو د پلورونکو له موجودیته اندېښنه وښوده او ویې ویل، په زیاتره جنايي جرمونو کې پر نشه يي توکو روږدي کسان لاس لري.

هغه زیاته کړه، فاسد او غله پولیس چې له مجرمانو سره اړیکې لري باید له دندو ګوښه شي ځکه د ده په خبره دوی د پولیسو د بدنامولو لامل کېږي.

د کابل ښار د شپږمې ناحیې د ګذر وکیل فضل الدین فیضي هم په کابل ښار کې له جنايي جرمونو او په ښکاره توګه د نشه يي توکو د پلور په اړه اندېښنه وښوده او ویې ویل: ((موږ همکار یو، خو هغه مجرمین چې د خلکو په همکارۍ په بل فعل توګه نیول شوي وي باید خوشي نه شي، د عدلي او قضايي ارګانونو له تعقیب پرته د مجرمینو خوشي کېدل د خلکو د ناهیلي کېدو لامل کېږي.))

د کابل امنیه قوماندان وویل، د ګذر د و کیلانو وړاندیزونه او نیوکې په نظر کې نیول کېږي او له رسنیو یې وغوښتل چې له تالاره ووځي څو امنیتي او ملکي چارواکي او د خلکو له رښتینو استازو (د ګذر له وکیلانو) سره له تشریفاتو پرته خبرې وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.