کابل (پژواک ١٢ کب ٩٧): وسله وال طالبان وايي چې په دوحه کې د مذاکراتو روان بهیر په تدریج سره مخ پر وړاندې ځي، خو تراوسه په کومې مسودې او سند توافق نه دى شوى.
دغه مطلب د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد له خوا پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې په ډاګه شوى دى.
د امریکا متحدو ایالاتو استازو او طالبانو تر منځ د افغان سولې خبرو د پنځم پړاو خبرى له تېرو څو ورځې راهيسې د قطر پلازمېنه دوحه کې روانې دي.
د طالبانو وياند مجاهد ويلي، دا چې موضوع ډېره مهمه او حساسه ده، په هغه اندازه په محتاطانه ډول پرمخ ځي، د تېرې جنوري میاشتې په مذاکراتو کې د بهرنيو ځواکونو په وتلو او د چا پر ضرر د افغان خاورې په نه کارولو هوکړه شوې وه؛ خو دا ځل په مذاکراتو کې د همدې دوو موضوعاتو په جزئیاتو او څرنګوالي خبرې جریان لري.
د هغه په وينا، لا تراوسه پورې په کومه مسوده او سند باندې توافق نه دی راغلی.
دى زياتوي، څه چې پورته ذکر شول، همدا حقیقت او جریان دی، نور اضافه شایعات او اټکلونه حقیقت نه لري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن