کابل (پژواک، ١٢ کب ٩٧): د واورې د پرله پسې ورېدو له امله د غزني، پکتيکا او لوګر ولايتونو د ډېری ولسواليو لويې لارې د ولایتونو له مرکزونو سره تړل شوې او اوسېدونکي يې له ستونزو سره مخ دي.
د غزني د والي وياند محمد عارف نوري د کب په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په تېرو څو ورځو کې په دغه ولايت کې پرله پسې واوره شوې چې له امله يې د ټولو ولسواليو لويې لارې له مرکز سره تړل شوې دي.
هغه زياته کړه: ((که څه هم د غزني ولایت د ټولګټو چارو ریاست او اړوند قراردادي شرکتونه له لارو د واورو پاکولو لپاره پوره تیاری لري، خو د واورې ورېدنې د دوام او توپان له کبله چې له واورو پاکې شوې ساحې بېرته له واورو ډکوي، تر اوسه د لارو د پاکولو عملیات نه دي پیل شوي.))
د نوموړي د معلوماتو له مخې، د غزني ولایت په ځینو سیمو کې د واورې کچه لږ تر لږه ۶۰ سانتي او په ځینو سیمو کې تر ۱۵۰ سانتي متره پورې رسېږي.
دغه راز د يو بل خبر له مخې، په پکتيکا کې هم د ټولو ولسواليو لارې د واورې ورېدو له امله تړل شوې دي.
د اورګون ولسوالۍ اوسېدونکي ګل محمد پژواک ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې نږدې يو متر واوره شوې ده.
هغه وايي: ((زه دلته د غزني د اډې منشي يم، واورو لار بنده کړې، خلک نه شي تللى، ټولې لارې د موټرو پر مخ بندې دي، بايد د خلاصون لپاره يې اقدام وشي.))
همدارنګه د مرکز ښرنې يوه موټر چلوونکي عبدالحق پژواک ته وويل: ((بېخي ډېره واوره شوې، ښار کې او په لويو لارو کې موټر په وارو کې بند دي، اساسي غم يې بايد وخوړل شي.))
د اړوندې موضوع په اړه د پکتيکا والي مجيب الرحمن څمکني پژواک ته وويل چې د واورې پاکولو په قرارداد کې ناغېړي شوې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن