د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په سوېل کې د سېلابونو له امله ۱۹ کسان مړه او ۴۲ نور ژوبل شوي

په سوېل کې د سېلابونو له امله ۱۹ کسان مړه او ۴۲ نور ژوبل شوي

Mar 03, 2019 - 14:42

کندهار- لښکرګاه (پژواک، ۱۲ کب ۹۷): په کندهار او هلمند کې د ورښت او سېلابونو له امله ١٩ کسان مړه شوي او ٤٢ نور ژوبل  دي.

د کندهار د عامې روغتیا رییس ډاکټر عبدالقیوم پخلا پژواک خبري اژانس ته وویل، په کندهار ښار او ولسوالیو کې د ورښت او سېلابونو له امله ۱۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۳۵ نور ټپیان شوي چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي.

هغه زیاته کړه، ټپیان د کندهار ښار له بېلابېلو ناحیو، ارغنداب، دامان، سپین بولدک او میوند ولسوالیو څخه د کندهار ښار میرویس روغتون ته راوړل شوي چې ځیني له درملنې وروسته رخصت شوي او ځیني نور لا هم بستر دي.

هغه زیاته کړه، د شپږو روغتیايي ډلو په ملتیا چې په درملو، ډاکترانو او امبولانسونو سمبال وو، د کندهار ښار هغو سیمو ته مرستې رسولې چې اوسېدونکي یې زیانمن شوي دي.

د ده په خبره، دغو روغتیايي ډلو د کندهار ښار په بېلابېلو ساحو او ولسوالیو کې د ۲۷۱ سېلاب ځپلو ناروغانو درملنه کړې او پر ۱۲۳ تنو یې روغتیايي کېټونه وېشلي چې ۹۰ یې د ماشومانو وو.

بلخوا  د کندهار ولایت سکتوري ریيس عبدالحکيم حکيمي وايي چې د کندهار ښار په بېلابېلو سیمو کې ۳۹۷ کورنۍ او په بېلابېلو ولسوالیو کې ۱۵۷۵ کورنۍ زیانمنې شوې او کورونه یې د ورښت او سېلابونو له امله ویحاړ شوي دي.

دغه راز ده خبر ورکړ چې ورښت او سېلابونو د کندهار ښار د یو شمېر ناحیو تر څنګ په ژېړۍ، پنجوايي، ارغنداب، ډنډ، دامان، میوند، ارغستان، سپین بولدک او یو شمېر نورو ولسوالیو کې زیانونه اړولي دي.

دی وايي، ډېرې هغه کورنۍ چې د سېلاب په منځ کې پاتې وې او د ځمکې له لارې یې ژغورل ناممکن و، د هوايي لوا په مرسته د هوا له لارې ښار ته رالېږدول شوي او دلته په خصوصي سالونونو او یو شمېر نورو ودانیو کې ځای پر ځای شوي دي.

نوموړي هم وویل چې د ورښت او سېلابونو له امله ۱۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۳۵ تنه نور ټپيان شوي دي.

له طبیعي پېښو سره د چمتووالي ادارې رییس مسعود احمد پښتون پژواک خبري اژانس ته وویل چې ۱۲ سوه بې ځایه شوو کورنیو ته یې د کندهار په زراعتي پوهنتون کې د خوراک او کمپلو اسانتیاوې برابرې کړې دي.

هغه دغه راز له سېلاب ځپلو سره د نورو مرستو خبر هم ورکړ چې د مرستندویه ادارو په مرسته به ترسره شي.

د کندهار والي اړوندو ادارو او مرستندویه موسساتو ته سپارښتنه کړې چې په لومړي ګام کې د کندهار ښار او بیا د ولسوالیو سېلاب ځپلو کورنیو ته مرستې ورسول شي.

په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو مرستیال ویاند تورن صادق عیسی پژواک اژانس ته وویل، د هوايي لوا په مرسته یې له میوند، ژېړۍ، ارغنداب، پنجوايي، ډنډ، دامان، شاولیکوټ ولسوالیو یې د سېلاب په منځ کې ایسارې کورنۍ کندهار ښار ته لېږدولې او لسګونه الوتنې یې کړي دي.

دی وايي، دوی وتوانېدل چې د ښځو او ماشومانو په ګډون له ۳۰۰ ډېر سېلاب ځپلي او د هغوی له ۲۵۰ ډېر څاروي وژغوري.

بلخوا د کندهار یو شمېر ملي سوداګرو حکمت ښادمن، حاجي صدیق مومند او ګڼو نورو رضاکارو ځوانانو هم له سېلاب ځپلو سره مرستې وکړې او هغوی ته یې د اوسېدو ځای، خوراک او کمپلې چمتو کړې.

حکمت ښادمن په کندهار ښار کې د سېلاب ځپلو لپاره یو خصوصي سالون کرایه کړی او سلګونو کسانو ته چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي، خواړه او نورې اسانتیاوې برابرې کړي دي.

د پیر محمد په نوم کوچي چې له خپلو ماشومانو سره یې په دغه سالون کې پناه اخیستې، پژواک اژانس ته وویل، له خپلو ماشومانو سره یو ځای په ارغنداب ولسوالۍ کې د سېلاب په منځ کې ایسار وو چې د ملي اردو د چورلکو په مرسته وژغورل شو.

هغه زیاته کړه، اوس یې له خپلو ماشومانو سره دغلته پناه اخیستې او د دولت د مرستو په تمه دی.

دی وايي، سېلاب یې خېمې او د کور ټول توکي وړي او یوازې یې سرونه خوندي شوي دي.

د کندهار ښار د حاجي عرب سیمې یو اوسېدونکی لعل محمد چې سېلاب یې کور نړولی د حکومت له لومړیو مرسته مننه کوي چې دوی یې خوندي ځای ته ولېږدول.

خو دی غوښتنه کوي چې له سېلاب ځپلو سره دې مرستې وشي څو هغوی بېرته خپل کورونه جوړ کړي او خپل عادي ژوند پیل کړي.

د یادونې ده، په کندهار کې تېر ۴۸ ساعتونه پر له پسې باران و ورېد چې د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې یې کچه ۱۲۰ ملي متره وه.

له همدې امله په ډېرو سیمو کې سېلابونه راووتل چې خلکو ته یې درانه مالي او ځاني زیانونه واړول.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، په هلمند کې هم سېلابونو خلکو ته درانه مالي او ځاني زيانونه اړولي دي.

په دې اړه د هلمند د والي وياند عمر ځواک پژواک ته وويل چې په تېرو دوو ورځو کې په مرکز لښکرګاه او بېلابېلو سيمو کې سېلابونه راغلي دي.

ځواک وايي چې د دغو سېلابونو له امله سلګونه کورونه او زرګونه جريبه ځمکه ويجاړ شوي دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، د همدې سېلابونو له امله تر اوسه شپږ کسان مړه شوي او اووه نور ټپيان شوي دي.

د نوموړي په وينا، اړوندې ادارې له سېلاب ځپلو سره د مرستو لپاره پوره چمتووالى لري او دا مهال يې د ژغورنې لړۍ روانه ده.

په دې اړه د مرکز لښکرګاه د بست کلا اوسېدونکي احمد اکا پژواک ته وويل چې د افغان ځواکونو په همکارۍ له سېلابونو ژغورل شوي دي.

هغه وايي: ((سرحدي ځواکونو موږ له سېلاب څخه وژغورلو خو جامې او مالونه مو سېلابونو وړي دي.))

دغه راز د هلمند د ناوې ولسوال ايوب عمر عمري پژواک ته وويل چې د دې ولسوالۍ د لنډي ښاخ، نګاري، الکوزيو او پنجوايي سيمو کې سېلابونه راغلي دي.

ده وويل: ((لسګونه کورونه يې تر اوسه وړي دي، خو اوس هم يو شمېر کورنۍ په اوبو کې بندې دي چې د ژغورولو لپاره يې هلې ځلې روانې دي.))

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement