ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په عربستان کې د افغانستان د دوو ټوټو ځمکو اصلي مالک څوک دی؟

په عربستان کې د افغانستان د دوو ټوټو ځمکو اصلي مالک څوک دی؟

author avatar
3 Mar 2019 - 16:19
په عربستان کې د افغانستان د دوو ټوټو ځمکو اصلي مالک څوک دی؟
author avatar
3 Mar 2019 - 16:19

کابل (پژواک، ۱۲ کب۹۷): د حج او اوقافو وزارت وايي، په سعودي عربستان کې د افغان دولت دوې ټوټې ځمکه چې په بېلا بېلو دورو کې د افغان حکومت د مشرانو له خوا اخیستل شوې او افغان حاجیانو ته وقف شوې وه، له استملاک پرته د حرم شریف ملکیت ته زیاته شوې ده.

د دې پوښتنې لپاره چې په مکه مکرمه کې د افغانستان دوې ټوټې ځمکه د افغان دولت مالکیت دی، که د سعودي عربستان؟ تر اوسه څرګند ځواب نشته. دغه راز په جده کې د افغان حکومت د سیاسي نمایندګۍ جوړېدو لپاره د ۸۰۰ متر مربع مساحت لرونکې ځمکه چې د (۱۹۶۴ څخه تر ۱۹۷۵) کلونو ترمنځ د فیصل بن عبدالعزیز د واک په دوره کې افغان دولت ته سپارل شوې وه په مبهم حالت کې ده.

د حج او اوقافو وزارت وايي، که څه هم یادې ځمکې د افغانستان ملکیت دی خو په وروستیو څو لسیزو کې د حکومتي مسوولینو د نه پاملرنې له امله دغه ملکیت د افغان دولت له کنټروله وتلی دی.

د حج او اوقافو وزارت د اوقافو رییس نورالله غفوري پژواک ته وویل، په مکه کې د افغانستان دوې ټوټې ځمکه پرته له دې چې حقوقي مسئله او استملاک یې حل شي، د حرمینو شریفینو په پراختیايي پروګرام کې شامله شوې او افغان دولت ته یې په بدل کې هېڅ ځمکه نه ده ورکړل شوې.

نوموړي زیاته کړه، په جده کې یوه بله ټوټه ځمکه د افغانستان د سیاسي نمایندګۍ د جوړېدو لپاره ملک فیصل افغانستان ته سپارلې وه خو د برخلیک په اړه یې تر اوسه معلومات نشته.

پژواک خبري اژانس د مالکیت د دې ادعا روښانولو لپاره تر اوسه څو ځلې د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي سره اړیکه نیولې خو نوموړي ویلي چې دا موضوع په بهرنیو چارو وزارت پورې تړاو نه لري.

د حج او اوقافو وزارت د اوقافو رییس وویل: ((۲۶۱ کاله مخکې په ۱۱۳۶ هجري کال کې احمدشاه بابا د کعبې شریفې په ۹۰۰ مترۍ کې د مکې مکرمې د سلیمانیې سیمې په قراره کلي کې ۳۰ زره متر مربع ځکمه پېرلې او د احمدشاهي رباط له نومولو وروسته یې افغان حاجیانو ته وقف کړه خو د وخت په تېرېدو دغه ملکیت غصب شو او مساحت یې کم شو او د حرم شریف په پراختیايي پروګرام کې دغه ملکیت له منځه ولاړ او پر ځای یې نوره ځمکه هم افغانستان ته نه ده ورکړل شوې.))

هغه په ډاګه کړه، په سعودي عربستان کې د مالکیت د درلودو او افغان حاجیانو ته د اسانتیاوو د رامنځته کېدو لپاره محمد ظاهر شاه په ۱۳۵۰ کال کې د کعبې شریفې د ۴۰۰ مترۍ په ذق الهمزه کلي کې یوه ټوټه ځمکه چې پنځه پوړیزه دوې ودانۍ پرې جوړې وې، پېرلې او د «رباط نادرشاهي» په نوم یې ونوموله.

د ده په خبره، د افغانستان دغه ملکیت په ۱۳۷۴ کال کې تخریب او د کعبې شریفې په پراختیايي پلان کې شامل شو، خو د استملام مسئله یې تر اوسه نه ده معلومه.

غفوري زیاته کړه: ((ولسمشر محمد اشرف غني عربستان ته د خپل وروستي سفر پر مهال د یاد هېواد له لوړپوړو چارواکو سره شریکه کړې ده او دوی ژمنه کړې چې د موضوع په اړه څېړنه کوي خو تر اوسه پایله نه لري.))

هغه روښانه کړه، عربستان ته د ولسمشر د سفر په دوام د عدلیې، بهرنیو چارو او حج او اوقافو وزارتونو څخه جوړ شوی پلاوی ټاکلی څو یاده موضع له نږدې و څېړي خو په سعودي عربستان کې د افغانستان سفیر یې د سفر مخه نیولې ده.

هغه وویل: ((په سعودي کې د افغانستان سفیر موږ ته وویل چې موضوع یې له اړوند وزارت سره شریکه کړې او هغه وزارت ترې د وخت غوښتنه کړې ده.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.