ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې له ۸۰۰ بې ځايه شوو کورنيو سره مرسته وشوه

ننګرهار کې له ۸۰۰ بې ځايه شوو کورنيو سره مرسته وشوه

author avatar
4 Mar 2019 - 16:43
ننګرهار کې له ۸۰۰ بې ځايه شوو کورنيو سره مرسته وشوه
author avatar
4 Mar 2019 - 16:43

جلال اباد (پژواک، ۱۳ کب ۹۷): د ننګرهار د کډوالو چارو رياست له لوري د دغه ولايت له ۸۰۰ داخلي بې ځايه شوو کورنيو سره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته وشوه.

مسوولين وايي، دا مرستې د يو شمېر نړيوالو موسسو په همکارۍ شوې چې هرې کورنۍ ته د ۱۶زره افغانيو په ارزښت توکي ورکړل شوي دي.

د مرستې د وېش دا لړۍ د کب په ۱۳مه د جلال اباد په ښار کې پيل شوه چې د اړوندو ادارو د استازو په موجوديت کې هرې کورنۍ ته ورکړل شوې.

د ننګرهار د کډوالو چارو رييس نجيب الله قيومي وايي، د يو شمېر نا امنو ولسواليو له جګړو بې ځايه شوو ۸۴۷ کورنيو ته يې د خوراکي توکو او نورو وسايلو د مرستې لړۍ پيل کړه.

دی وايي، په دغو کورنيو کې زياتره يې د پچيراګام ولسوالۍ د سلېمانخېلو له تنګي څخه د داعش وسله والو له جګړو را تښتېدلې دي.

نوموړی زياتوي چې هرې کورنۍ ته د ۱۶زره افغانيو په ارزښت خوراکي مواد، د پوښاک ځيني وسايل او د کور د اخلي پخلي ځيني توکي ورکړل شول.

هغه د مرستو په عادلانه او شفاف وېش ټینګار وکړ او ژمنه یې وکړه چې ټولې هغه کورنۍ چې ننګرهار کې د جګړو له وېرې بې ځايه شوې دي مرستې به ورسره وشي.

خو مرستې ترلاسه کوونکي بيا وايي، دا مرستې ورته بسنه نه کوي لومړی ورته بايد دلته د کار او سرپناه زمينه برابره شي او بيا دې ورته د خپلو سيمو د امنيت لپاره حکومت لاس په کار شي.

د پچيراګام له جګړو د سره رود ولسوالۍ سياسنګ سيمې ته را کډه شوی حضرت ګل وايي، دا مرستې يې تر يوه وخته د درد دوا کېدلی شي، خو له مسوولو چارواکو يې د اوږدمهاله مرستو او کاري زمينې برابرېدو غوښتنه وکړه.

د ننګرهار د کډوالو چارو رياست د معلوماتو له مخې په ننګرهار کې د وروستيو نا امنيو له امله زرګونه کورنۍ د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي او جلال اباد ښار ته کډه شوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.