ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې ١٥ امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

بلخ کې ١٥ امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

author avatar
4 Mar 2019 - 16:33
بلخ کې ١٥ امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
author avatar
4 Mar 2019 - 16:33

مزارشريف (پژواک، ١٣ کب ٩٧): د بلخ ولايت په دولت اباد ولسوالۍ کې د يوې نښتې پر مهال ١٥ دولتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د بلخ د امنيې قوماندانۍ وياند عادل شاه عادل د کب په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو په دولت اباد ولسوالۍ کې د پوليسو پر پوستو بريدونه وکړل.

هغه زياته کړه چې په دغو بريدونو کې يو پوليس ووژل شو او دوه نور ژوبل شوي دي.

د عادل په وينا، کله چې سيمې ته نور مرستندوی ځواکونه ورتلل، نو په لاره کې پر هغوى هم بريد شوى چې په ترڅ کې يې اووه نور سرتېري وژل شوي او پنځه ټپيان دي.

دى وايي چې په دې نښته کې وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده خو کره شمېره يې ورته نه وه معلومه.

بلخوا د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد  ادعا کوي چې د دولت اباد ولسوالۍ د پاى مشهد په سيمه کې يې لومړى بريد کړى او ٩ پوليس يې وژلي، خو کله چې کومکي ځواکونه راتلل هغوى هم په کمين کې پرېوتي او پنځه نور سرتېري هلته وژل شوي دي.

دى وايي چې په دې نښته کې يواځې يو طالب ټپي شوى دى.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.