ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ازبکستان د بهرنيو چارو وزير له ملا برادر سره کتلي

د ازبکستان د بهرنيو چارو وزير له ملا برادر سره کتلي

author avatar
4 Mar 2019 - 10:58
د ازبکستان د بهرنيو چارو وزير له ملا برادر سره کتلي
author avatar
4 Mar 2019 - 10:58

کابل (پژواک، ١٣ کب ٩٧): د ازبکستان د بهرنيو چارو وزير او د افغانستان لپاره د دغه هېواد ځانګړي استازي د طالبانو له مرستيال او د قطر دفتر له مشر ملا عبدالغني برادر سره کتلي دي.

د طالبانو له خوا د کب په ١٣مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا ليدنه تېر ماښام  د قطر په پلازمېنه دوحه کې ترسره شوې ده.

سرچينې زياته کړې، د ازبکستان د بهرنيو چارو وزير عبدالعزيز کاملوف  او د افغانستان لپاره د ازبکستان ځانګړی استازی عصمت الله د ملا برادر اخند ليدو ته ورغلي وو او هلته يې له نوموړي او ورسره مل پلاوي سره ليدلي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، په ياده غونډه کې د ازبکستان د بهرنيو چارو وزير د ملا برادر اخند پر ليدو خوښي وښوده او د خپل هېواد  د ولسمشر احترامات يې ورته وړاندې کړل.

د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي، د ازبکستان پلاوي وويل: ((موږ په افغانستان کې د سولې لپاره هر راز همکارۍ ته تيار يو، همدا ډول کوښښ کوو چې د افغانستان د خلکو د ښېرازۍ لپاره هلته په اقتصادي برخه کې کار وکړو او د افغانستان په چارو کې د هېڅ راز مداخلې اراده نه لرو.))

سرچينې زياته کړې، ورپسې ملا برادر اخند د ازبکستان د بهرنيو چارو له وزير او ملګري پلاوي څخه مننه وکړه او وې ويل چې د ازبکستان له ټولو هغو اقداماتو هرکلی او مننه کوي چې د افغانستان د سولې او اقتصادي پرمختګ  په برخه کې يې کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.