ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندوز ولايت زرو ځوانانو ته حرفوي زده کړې ورکول کېږي

د کندوز ولايت زرو ځوانانو ته حرفوي زده کړې ورکول کېږي

author avatar
4 Mar 2019 - 18:54
د کندوز ولايت زرو ځوانانو ته حرفوي زده کړې ورکول کېږي
author avatar
4 Mar 2019 - 18:54

کابل (پژواک، ١٣ کب ٩٧) : د کندوز ولايت زرو تنو ځوانانو ته په بېلا بېلو برخو کې د حرفوي زده کړو لړۍ پيل شوه.

د کندوز ولايت مقام وايي، چې دغه لړۍ د جرمني د  GIZ موسسې په مالي همکارۍ د مرکز او ولسوالیو د (لسم،یوولسم او دوولسم ) ټولګیو زده کوونکو لپاره نن پيل شوه.

سرچينې زياته کړې، چې دغو ځوانانو ته د خیاطۍ، موټرجوړولو او برق په برخو کې روزنه ورکول کېږي.

د کندوز والي عبدالجبار نعيمي ددې لړۍ دپرانيستې په مراسمو کې وويل، چې دغه پروګرام به درې کاله دوام وکړي او  هر کال کې به له ۳۰۰ څخه زیاتو ځوانانو ته په یادو برخو کې حرفوي زده کړې ورکړل شي .

د هغه په وينا، په هر پړاو کې به له سلو زیاتې نجونې هم په کې شاملې وې.

نعيمي وايي : "موږ د کندوز دځوانانو د پوهنیزې پياوړتیا، غوره زده کړو،کارموندنې او دوی ته دغوره فرصتونو دبرابرولو لپاره اساسي کار کوو،څوځوانان د زده کړو او حرفو په مټ دخپلې کورنۍ اقتصادي ستنې پياوړې کړي. "

نوموړي په دغه ولایت کې د کورنیو او بهرنیو موسساتو همکارۍ د ستاینې وړ وبللې او غوښتنه يې وکړه چې نړیوالې او کورنۍ همکارې موسسې دې په دغه ولایت کې خپل فعالیتونه زیات کړي،څو په هر اړخیزو برخو کې ځوانانو او خلکو ته دژوند اسانتیاوې برابرې او دخلکو په ژوند او اقتصادي پرمختګ کې مثبت بدلونونه رامنځته شي.

د کندوز والي وايي، سږکال په دې ولايت کې له ستونزو سره سره دپوهنیزې ودې ترڅنګ په بېلابېلو سکتورونو کې د ګڼ شمېر لاسته راوړنو شاهدان وو.

د هغه په وينا، په دغه کال کې د ۵۲ ښوونځیو لپاره چې ځمکې يې نه لرلې ځمکې برابرې، د سلو ښوونځیو لپاره د تدریسي او اداري تعمیرونو دجوړیدو چارې پيل او په یوشمېر نورو برخو کې دپام وړ مثبت قدمونه واخیستل شول.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.