ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې لس امنیتي سرتېري وژل شوي

د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې لس امنیتي سرتېري وژل شوي

author avatar
4 Mar 2019 - 14:19
د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې لس امنیتي سرتېري وژل شوي
author avatar
4 Mar 2019 - 14:19

کندوز (پژواک، ١٣ کب ٩٧): د کندوز سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ په جګړه کې لس امنیتي سرتېري وژل شوي، اووه ټپیان دي او اووه نور طالبانو ژوندي نیولي دي.

د کندوز ولایتي شورا غړي خلیل قاري زاده نن پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره شپه طالبانو د امام صاحب ولسوالۍ په قرغان تپه سیمه کې د سرحدي او سیمه ییزو پولیسو پر امنیتي پوستو برید کړی، لس پولیس یې وژلي، اووه ټپيان دي او یاد کلی یې تر خپل کنټرول لاندې راوستلی دی.

نوموړي د دې په څرګندولو چې اووه امنیتي سرتېري طالبانو ژوندي نیولي زیاته کړه، په یاده سیمه کې اوس هم سخته جګړه روانه ده او امنیتي ځواکونه د سیمې د بیا نیولو لپاره هڅه کوي.

بلخوا په کندوز کې مېشت پامير ۲۰ فرقې ویلي چې تېره شپه یوه بجه وسله والو طالبانو د کندوز ولایت د امام صاحب د ولسوالۍ په قرغان تپه سیمه کې د امنيتي سرتېرو پر پوستو بریدونه پیل کړي دي.

سرچینې زیاته کړې، د امنیتي ځواکونو د مقاومت او کومکي سرتېرو په رسېدو د طالبانو د بریدونو مخه نیول شوې او د مرګ ژوبلې په اړه به وروسته جزئیات خپاره شي.

د فېروز په نوم د امام صاحب یوه اوسېدونکي پژواک وویل، تېره شپه په اما صاحب ولسوالۍ کې سخته جګړه پیل شوه او تر اوسه روانه ده او خلک یې په اړه سخت اندېښمن دي.

په ورته وخت کې د امام صاحب ولسوال محبوب الله سعدي د قرغان تپې سیمې سقوط مني خو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه وايي.

بلخوا د طالبانو ویاند ذبېح الله جاهد وايي، طالبانو تېره شپه د کندز ولایت د امام صاحب د ولسوالۍ په قرغان تپه سیمه کې د امنیتي سرتېرو یو مهم مرکز او دوې پوستې نیولې، ۱۸ سرتېري او اربکیان یې وژلي او شپږ نور یې ژوندي نیولي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.