ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په افغانستان کې تېره مياشت د وړمې په پرتله مرګ ژوبله ٤٣ سلنه کمه شوې ده

په افغانستان کې تېره مياشت د وړمې په پرتله مرګ ژوبله ٤٣ سلنه کمه شوې ده

author avatar
4 Mar 2019 - 15:52
په افغانستان کې تېره مياشت د وړمې په پرتله مرګ ژوبله ٤٣ سلنه کمه شوې ده
author avatar
4 Mar 2019 - 15:52

کابل (پژواک، ١٣ کب ٩٧): په افغانستان کې تېره مياشت څه باندې زرو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، خو دغه شمېره د وړمې مياشتې په پرتله ٤٣ سلنه کمه شوې او شنونکي يې د کمښت لامل د سولې خبرې او سړه هوا بولي.

د پژواک خبري اژانس راپورونه ښيي چې له تېرو دوو کلونو راهيسې لومړى ځل دى چې په يوه مياشت کې ځانمرګى بريد نه دى شوى او د لومړي ځل لپاره د مرګ ژوبلې کچه دومره را ټيټه شوې ده.

په دې وروستيو کې د افغانستان د حکومت تر څنګ چې له طالبانو سره د سولې د خبرو هڅې کوي، د طالبانو او امريکا استازو پنځه ځلې مخامخ خبرې کړې او وروستى پړاو يې لا هم په قطر کې روان دى.

په وړمه (د ٢٠١٩ په جنوري) مياشت کې په ١٣١ بېلابېلو بريدونو کې نږدې زر کسان وژل شوي او تر ٨٠٠ ډېر ټپيان وو، خو د پژواک موندنې ښيي چې په تېره فبرورۍ مياشت کې په ١٠٥ بريدونو کې ٣٩٢ تنه وژل شوي او ٦٥٣ نور ټپيان دي.

دغو شمېرو ته په پام، د وړمې ميلادي مياشتې په پرتله په تېره (فبروري) مياشت کې مرګ ژوبله ٤٣ سلنه کمه شوې او د بريدونو په شمېر کې شل سلنه کموالى راغلى دى.

د پژواک خپاره شوي خبرونه چې د بېلابېلو سرچينو د څرګندونو له مخې برابر شوي، ښيي چې د روان ميلادي کال په تېره مياشت کې د هېواد له ٣٤ ولايتونو څخه په ٢٧ کې بريدونه شوي او مرګ ژوبله اوښتې ده.

ترلاسه شوي معلومات ښيي چې تېره مياشت له هرو ١١ تنو اتو ته په مخامخ نښتو او يوه، يوه ته په هوايي بريدونو، هدفي وژنو او چاودنو کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د يادونې ده چې پژواک د ٢٠١٦ کال له اګست مياشتې راهيسې د مرګ ژوبلې مياشتني راپورونه خپروي او له هغه وخت راهيسې لومړى ځل دى په يوه مياشت کې ځانمرګى بريد نه دى ترسره شوى.

 

په ننګرهار کې ١٢، هلمند کې ١١، کندهار کې لس، غزني او سرپل کې نهه، نهه او پاتې ٥٤ نور په ٢٢ نورو ولايتونو کې ترسره شوي دي.

په فبرورۍ کې له باميانو، پنجشېر، نورستان، پکتيکا، پکتيا، زابل او کونړ ولايتونو څخه د بريدونو راپور نه دى ترلاسه شوى.

مرګ ژوبله

د پژواک راپورونه ښيي چې په يادو بريدونو کې تېره مياشت ټول ٣٩٢ کسان وژل شوي او ٦٥٣ نور ټپيان دي. له تېرو دوو کلونو راهيسې دا لومړى ځل دى چې د مرګ ژوبلې کچه دومره ټيټېږي.

په دغو وژل شوو او ټپيانو کې وسله وال مخالفين، دولتي ځواکونه او ملکي وګړي شامل دي، خو پژواک يې ځکه ځانګړې شمېرې نه خپروي چې په اړه يې بېلابېلو سرچينو بېلابېلې څرګندونې کړې او د ټولو تفکيک شونى نه دى.

خو د ملکي وګړو د خونديتوب او عدالت غوښتنې ګروپ د راپور له مخې، تېره مياشت د افغانستان په ۱۷ ولايتونو کې ۱۰۶ ملکي وګړي وژل شوي او ۵۹ نور ټپيان دي.

 

 

 

وړمه مياشت هېڅ داسې ورځ نه وه چې بريد نه وي شوى او مرګ ژوبله يې نه وي اړولې، خو تېره مياشت پژواک په ٢١مه او ٢٢مه نېټه د بريد راپور نه دى ترلاسه کړى.

د تېرې مياشتې ١٦مه تر ټولو خونړۍ ورځ وه او په دې ورځ په بېلابېلو لسو بريدونو کې ٧٨ کسان وژل شوي او ٤١ نور ټپيان دي.

 

 

شنونکي وايي، کله په يوه او کله په بله سيمه کې د جګړې د مرګ ژوبلې کچې ډېروالى د جګړې په ډول او تاکيتک پورې اړه لري.

د هغوى په وينا، په جبهه يي جګړو او هغو بريدونو کې مرګ ژوبله ډېره وي چې په ګڼ مېشتو سيمو کې ترسره کېږي.

شنونکي وايي چې تېره مياشت ځکه مرګ ژوبله او بريدونه کم وو چې له يوې خوا واورې وې او هوا سړه وه او له بلې خو د سولې روانو خبرو پرې اغېز درلود.

د پوځي چارو شنونکى متقاعد تورن جنرال محراب الدين صافى د مرګ ژوبلې او بریدونو کموالى د ټولو افغانانو لپاره د خوښۍ خبر بولي او وايي هر افغان چې په هر نوم وژل کېږي، دردوونکې خبره ده.

هغه وويل: “د مرګ ژوبلې او بريدونو د کموالي اصلي لامل په هېواد کې دننه او له هېواده بهر د سولې د خبرو دوام دی، کومې هڅې چې د سولې په تړاو روانې دي؛ د بريدونو او مرګ ژوبلې پر کموالي مستقيم تاثير لري.”

صافي په هېواد کې د هوا سړوالی هم د مرګ ژوبلې د نسبي کموالي يو له لاملونو ګڼي خو زياتوي چې د تېرې مياشتې د مرګ ژوبلې او بريدونو د کموالي اصلي لامل په هېواد کې د سولې د هڅو دوام دى.

دغه راز متقاعد جنرال لوی پاسوال ميرزا محمد يارمند هم ورته نظر لري، وايي: “په هېواد کې د سولې روانې هڅې د دې لامل شوې چې دواړه خواوې (حکومت او طالبان) په خپلو بريدونو کې کموالی راولي او کله چې بريدونه کم وي، ښکاره خبره ده چې د مرګ ژوبلې کچه هم ټيټه وي.”

د ده په وينا، د هوا سوړوالی هم د هېواد په ځينو سيمو کې د جګړو او بريدونو پر کموالي اغېز لري.

له تېرو شاوخوا ١٧ کلونو راهيسې له افغان دولت او په افغانستان کې له مېشتو بهرنيو ځواکونو سره د وسله والو طالبانو او ځينو نورو وسله والو مخالفينو جګړه روانه ده.

په افغانستان کې د تېرو کلونو تجربې ښيي چې هر کال د ګرمۍ په موسم کې جګړه او له امله يې مرګ ژوبله ډېره وي، خو د هوا په سړېدو سره کمېږي، خو له تېرو دوو کلونو راهيسې دا لومړى ځل دى چې د مرګ ژوبلې شمېره شاوخوا زرو ته رالوېږي.

 

په ٢٠١٧ کال کې نږدې ٢٥زره، په ٢٠١٨ کال کې نږدې ٢٧زره او د روان کال په دوو مياشتو کې نږدې ٢٩٠٠ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

جګړه په داسې حال کې له افغانانو ژوند اخلي چې په دې وروستيو کې د سولې لپاره د عامو خلکو هيلې هم راټوکېدلې دي.

د ميدان وردګو د مرکز اوسېدونکی سميع الله فاروقي يو له دغو کسانو دى.

هغه وايي: “نه يواځې زه، بلکې د افغانستان ډېر خلک د سولې خبرو مثبتو پايلو ته هيله من شوي، زه له ښکېلو غاړو غواړم چې لومړى اوربند وکړي او بيا دې د سولې خبرو ته دوام ورکړي، څو د مرګ ژوبلې مخه ونيول شي.”

د فراه ښار د لومړۍ ناحيې اوسېدونکی احمد شعيب چې شاوخوا دوه کاله وړاندې يې خپل ورور په يو ځانمرګي بريد وژل شوى وايي: “په سوله کې خير او ښېګڼه ده، دا څلور لسيزې په بېلابېلو نومونو خپل افغانان وژنو؛ واقعاً دا ډول ژوند له دردونو ډک ژوند دی.”

هغه وايي، هر ځل چې کور ته ځي او د خپل ځوانيمرګ ورور ماشومان ويني، د ورور د مرګ درد يې بيا تازه کېږي او پوهېږي چې که دولتي سرتېرى په جګړه کې ژوند له لاسه ورکوي او يا د دولت وسله وال مخالف او ملکي وګړي، کورنۍ يې همداسې درد احساسوي.

دى پر ښکېلو غاړو غږ کوي چې د سولې لپاره افغانانو ته په لاس ورغلى فرصت له لاسه ورنه کړي او د افغانانو د وينو بهېدو د درېدو لپاره قربانۍ ته چمتو شي، سوله وکړي او مخکې له دې چې د سولې خبرې پايلې ته رسېږي اوربند وکړي او په دې توګه د خپلو هېوادوالو ژوند وژغوري.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.