د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په کندهار کې سېلابونو ۹۵ تنو ته مرګ ژوبله اړولې او ۶ زره کورونه یې نړولي دي

په کندهار کې سېلابونو ۹۵ تنو ته مرګ ژوبله اړولې او ۶ زره کورونه یې نړولي دي

Mar 04, 2019 - 19:18

کندهار (پژواک، ۱۳ کب ۹۷): په کندهار کې د اورښت او سېلابونو له امله ۹۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې او شاوخوا ۶ زره کورونه نړېدلي دي.

بل خوا د کندهار  ښار په بېلابېلو ناحیو او ولسوالیو کې سیلاب ځپلي په بد حالت کې دي او د مرستو په تمه دي.

د کندهار ښار د درېیمې ناحیې اړوند شین غزی هغه سیمه ده چې د کوچیانو شاوخوا درې کلي سېلاب لاندې کړي دي.

له اورښت وروسته نن په درېیمه ورځ هم په دغه ساحه کې کوچۍ مېرمنې، نارینه او ماشومان د خپلو لندو بسترو او نورو توکو په راویستلو بوخت وو.

په دغه سیمه کې یوه کوچي پير محمد پژواک خبري اژانس ته وویل، دوه ورځې وړاندې چې تېر اورښت پيل شو نو سېلابي اوبه د دوی پر خېمو او د استوګنې پر سیمو را واواښتې.

دی وايي، اوبه هومره ډېرې وې چې د دوی خېمې یې پر سر واخیستې، ماشومان، ښځې او نارینه په اوبو کې ډوب وو او هرې خوا ته ویر ګډ و.

د ده په خبره، که څه هم لسګونو ځوانانو هڅه کوله په لاس کې د شته وسایلو په کار اخیستو د اوبو مخ واړوي خو نه کېدله، بالاخره خلک مجبور شول چې له جامو او بسترو ډکې خېمې او څاروي همداسې پرېږدي او سرونه خوندي کړي.

دی زیاتوي، په هماغه شپه د کلیو خلکو په خپلو کورونو کې شپه ورکړه خو چې سهار راغلل نو هر څه په بل مخ اوښتي وو او سلګونه مالونه وزې، پسونه او چرګان یې اوبو وړي وو.

نوموړی وايي، نن څوومه ورځ ده چې خلک د مرستو په تمه دي، ځکه هغوی هر څه له لاسه ورکړي دي او ډېر آن د یوه وخت ډوډۍ هم نه لري.

پښتنه د کندهار د ډنډ ولسوالۍ اوسېدونکې ده چې سېلاب یې کور نړولی او اوس د مرستې په تمه ده.

دې پژواک ته وویل، د خپلې کورنۍ د ګټې وټې یوازینۍ وسیله ده او یو ځوان زوی لري چې هغه هم لېونی دی.

دا وايي، اورښت او سېلاب یې کور نړولی، اوس یې د ګاونډي په کور کې اړولي او د خپل کور د بیرته جوړولو وس نه لري.

دې له حکومت څخه غواړي چې له دې سره دې د هغې د ژوند په بیا جوړولو کې مرسته وکړي.

بل خوا همدا نن د دغې ولسوالۍ ۶ سوه سېلاب ځپلو ته د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ورسول شوه.

د کندهار ولایت مرستیال عبدالحنان منیب د مرستې د وېش پر مهال پژواک خبري اژانس ته وویل، له تېرو څو ورځو راهیسې بېلابېل ټیمونه په کندهار ښار او ولسوالیو کې د اوښتي مالي او ځاني زیان په سروې بوخت دي.

دی وايي، هغه معلومات چې تر دې مهاله ورسېدلي ښيي چې په کندهار ښار او ولسوالیو کې د سېلابونو له امله ۲۵ تنه مړه شوي او ۷۰ تنه نور ټپيان شوي چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي.

د دې تر څنګ ده یادونه وکړه چې په کندهار ښار او ولسوالی کې شاوخوا ۶ زره کورونه هم نړېدلي دي.

منیب زیاتوي، ولایتي اداره د مرستندویه ادارو په مرسته لاس په کار شوې او تېره ورځ یې په کندهار ښار کې ۳۹۷ کورنیو ته د خوراکي او غیر خوراکي توکو لومړنۍ مرسته رسولې ده.

دی وايي، د مرستو دغه لړۍ نن ډنډ ولسوالۍ ته وغځول شوه چې پر ۶۰۰ تنو به ووېشل شي چې په کې ۱۶ قلمه خوراکي او غیر خوراکي توکي، لکه اوړه، غوړي، کمپلې، خېمې، لوښي او نور شامل دي.

ده خبر ورکړ د مرستو دغه لړۍ به نورو ولسوالیو ته هم وغځول شي.

د ده په وینا، په دې لړ کې يې له مرکزي ادارې هم د سېلاب ځپلو لپاره د ۲۰ میلیونه افغانیو مرستې غوښتنه کړې او دوی تمه لري چې منظور شي او پر اړمنو کورنیو ووېشل شي.

د یادونې ده چې د کندهار ښار په بېلابېلو ناحیو او یو شمېر ولسوالیو میوند، ژیړۍ، ارغنداب، پنجوايي، ډنډ، دامان، شاولیکوټ ولسوالیو کې شاوخوا ۴۸ ساعته پر له پسې باران و اورېد چې کچه یې تر ۱۲۰ ملي متره رسېده.

د اورښت له امله هرې خوا سېلابونه را واوښتل چې هم یې مالي او هم یې ځاني زیانونه واړول.

په هماغه ورځ په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول د هوايي لوا په مرسته وتوانېدل چې د ښځو او ماشومانو په ګډون له ۳۰۰ ډېر سېلاب ځپلي او د هغوی له ۲۵۰ ډېر څاروي وژغوري.

په هماغه شپه د کندهار یو شمېر ملي سوداګرو حکمت ښادمن، حاجي صدیق مومند او ګڼو نورو رضاکارو ځوانانو هم له سېلاب ځپلو سره مرستې وکړې او هغوی ته یې د اوسېدو ځای، خوراک او کمپلې چمتو کړې.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement