ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار کې سېلابونو ۹۵ تنو ته مرګ ژوبله اړولې او ۶ زره کورونه یې نړولي دي

په کندهار کې سېلابونو ۹۵ تنو ته مرګ ژوبله اړولې او ۶ زره کورونه یې نړولي دي

author avatar
4 Mar 2019 - 19:18
په کندهار کې سېلابونو ۹۵ تنو ته مرګ ژوبله اړولې او ۶ زره کورونه یې نړولي دي
author avatar
4 Mar 2019 - 19:18

کندهار (پژواک، ۱۳ کب ۹۷): په کندهار کې د اورښت او سېلابونو له امله ۹۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې او شاوخوا ۶ زره کورونه نړېدلي دي.

بل خوا د کندهار  ښار په بېلابېلو ناحیو او ولسوالیو کې سیلاب ځپلي په بد حالت کې دي او د مرستو په تمه دي.

د کندهار ښار د درېیمې ناحیې اړوند شین غزی هغه سیمه ده چې د کوچیانو شاوخوا درې کلي سېلاب لاندې کړي دي.

له اورښت وروسته نن په درېیمه ورځ هم په دغه ساحه کې کوچۍ مېرمنې، نارینه او ماشومان د خپلو لندو بسترو او نورو توکو په راویستلو بوخت وو.

په دغه سیمه کې یوه کوچي پير محمد پژواک خبري اژانس ته وویل، دوه ورځې وړاندې چې تېر اورښت پيل شو نو سېلابي اوبه د دوی پر خېمو او د استوګنې پر سیمو را واواښتې.

دی وايي، اوبه هومره ډېرې وې چې د دوی خېمې یې پر سر واخیستې، ماشومان، ښځې او نارینه په اوبو کې ډوب وو او هرې خوا ته ویر ګډ و.

د ده په خبره، که څه هم لسګونو ځوانانو هڅه کوله په لاس کې د شته وسایلو په کار اخیستو د اوبو مخ واړوي خو نه کېدله، بالاخره خلک مجبور شول چې له جامو او بسترو ډکې خېمې او څاروي همداسې پرېږدي او سرونه خوندي کړي.

دی زیاتوي، په هماغه شپه د کلیو خلکو په خپلو کورونو کې شپه ورکړه خو چې سهار راغلل نو هر څه په بل مخ اوښتي وو او سلګونه مالونه وزې، پسونه او چرګان یې اوبو وړي وو.

نوموړی وايي، نن څوومه ورځ ده چې خلک د مرستو په تمه دي، ځکه هغوی هر څه له لاسه ورکړي دي او ډېر آن د یوه وخت ډوډۍ هم نه لري.

پښتنه د کندهار د ډنډ ولسوالۍ اوسېدونکې ده چې سېلاب یې کور نړولی او اوس د مرستې په تمه ده.

دې پژواک ته وویل، د خپلې کورنۍ د ګټې وټې یوازینۍ وسیله ده او یو ځوان زوی لري چې هغه هم لېونی دی.

دا وايي، اورښت او سېلاب یې کور نړولی، اوس یې د ګاونډي په کور کې اړولي او د خپل کور د بیرته جوړولو وس نه لري.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.