ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د وحشي ژوو نړیوالې ورځې په مناسبت دوه غرنۍ پيشوګانې خوشې شوې

د وحشي ژوو نړیوالې ورځې په مناسبت دوه غرنۍ پيشوګانې خوشې شوې

author avatar
5 Mar 2019 - 14:43
د وحشي ژوو نړیوالې ورځې په مناسبت دوه غرنۍ پيشوګانې خوشې شوې
author avatar
5 Mar 2019 - 14:43

پاراخ (پژواک، ١٤ حوت ٩٧): دوه غرنۍ پیشوګانې چې په پنجشېر کې پر اهلي حیواناتو له برید وروسته شپنو نیولې او زیانمن شوې وې، له درملنې وروسته د وحشي ژوو د نړیوالې ورځې (د مارچ درېیمه) په مناسبت خوشې شوې.

د پنجشېر د کرنې او مالدارۍ رییس محمد رووف یعقوبي پژواک خبري اژانس ته وویل، د څېړنې پر اساس دغه دوه وحشي حیوانات د غرنیو پیشوګانو په کورنۍ پورې تړاو لري.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دغه پیشوګانې د سړې هوا، پرله پسې واورې ورېدو او د خوراکي توکو د نه شتون له امله دوې ورځې مخکې له غرونو د پنجشېر ولایت دوو سیمو ته راغلې وې.

هغه وویل، یوه پیشو د رخه ولسوالۍ مرشتان او بله د پنجشېر د مرکز اړوند جنګلک سیمې ته راغلې وې.

نوموړي زیاته کړه، دغه دوه حیوانات پر سیمه ییزو اهلي حیواناتو له برید وروسته د شپنو له خوا پر لرګیو تر وهلو وروسته نیول شوې وې.

هغه وویل، دغه غرنۍ پیشوګانې د پنجشېر د ملي امنیت ریاست له خوا تر درملنې لاندې نیول شوې وې؛ ځکه دغه کم پیدا حیوانات د ژوند د چاپېریال د ملي ادارې د خوندي حیواناتو په لېست کې شامل دي او نسل یې په افغانستان کې د ورکېدو په حال کې دی.

نوموړي زیاته کړه، د یادو حیواناتو د نسل د بقا او دوام لپاره پرېکړه وشوه چې  دغه حیوانات بېرته طبيعت ته خوشي شي.

هغه زیاته کړه، دغه دوه حیوانات تېره ورځ د وحشي ژوو نړیوالې ورځې په مناسبت د چاپېریال ساتنې ملي ادارې په ګډون د پنجشېر ولایت د ځینو چارواکو په موجودیت کې هغه ځای خوشي شول چې شپنو نیولي وو.

د یادونې ده، د حیواناتو او الوتونکو ښکار له ۱۳۸۶ کال راهیسې د ولسمشر د فرمان پر اساس منع اعلان شو.

د راپورونو پر اساس، په افغانستان کې له ۵۰۰ ډېر الوتونکي او ۱۲۰ ډوله تي لرونکي حیوانات پېژندل شوي خو شاوخوا ۸۵ سلنه وحشي حیوانات د ځینو لاملونو له امله له منځه تللي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.