د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د ولسمشر فرمان عملي کېدو کې یو نیم کال ځنډ که د یوې څوکۍ ترلاسه کېدو لپاره درغلي؟

د ولسمشر فرمان عملي کېدو کې یو نیم کال ځنډ که د یوې څوکۍ ترلاسه کېدو لپاره درغلي؟

Mar 05, 2019 - 18:45

کابل (پژواک،۱۴ کب ۹۷): یو شمېر مدني فعالان وايي چې احمد فردین د ولسمشر د حکم په اساس د بدني روزنې  د مرستیال رییس په توګه ټاکل شوی، خو دا حکم تر اوسه نه دی عملي شوی او جمهوري ریاست یاد حکم جعلي بللی دی.

نن شاوخوا ۱۵ حقوق پوهانو، مدني فعالانو او ورزشکارانو په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، د بدني روزنې او سپورټ د عمومي ریاست د مالي او اداري مرستیال په توګه د احمد فردین ضیايي د ټاکلو وړاندیز  یو نیم کال مخکې د ولسمشر له خوا منظور شوى دی.

دوی له رسنیو سره هغه کاپي شریکه کړه چې د دوی په خبره د بدني روزنې او سپورټ د عمومي ریاست وړاندیز دی، په دغه کاپي کې د یاد ریاست د مالي او اداري مرستیال په توګه د احمد فردین ضیايي د ټاکلو وړاندیز شوی دی.

په یاده کاپي کې راغلي چې د بدني روزنې او سپورټ د عمومي ریاست د مالي او اداري برخې اوسنی رییس تر ۱۲ ټولګي زده کړې لري.

په دې کاپي کې د فریدین د ټاکلو په اړه د ولسمشر احکام او لاسلیک هم شته او په کې راغلي: ((د وړاندیز د متن له مخې د بدني روزنې او سپورټ د عمومي ریاست د مالي او اداري مرستیال په توګه پر فوق رتبه بست د احمد فردین ضیايي ټاکل منظور دي.))

احمد فردین ضايي چې اوس د کبډي فدراسیون د رییس په توګه دنده ترسره کوي نننۍ خبري ناستې ته وویل: ((زه د موقف غوښتنه نه کوم، خو د ولسمشر د حکم د عملي کېدو غوښتنه کوم، د ولسمشر د حکم نه ثبتول او د ولسمشر د دفتر له خوا د هغه نه عملي کېدل د فساد لپاره زمینه برابروي.))

هغه زیاته کړه: ((یو نیم کال کېږي چې برخلیک یې ناڅرګند دی، په داسې حال کې چې تحصیلي اسناد یې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د کمېسیون له خوا څېړل شوي او د ستونزې د نه لرلو په اړه یې د ولسمشر دفتر ته راپور هم ورکړل شوی دی.))

د نصیر ستانکزي په نوم یوه مدني فعال په دې ناسته کې وویل، د ولسمشر د حکم ځنډول او نه عملي کول جرم ګڼل کېږي او له هغو کسانو سره چې په دې برخه کې یې غفلت کړى باید قانوني چلند وشي.

د حقوق پوهانو د ټولنې غړي محمد عیسی په دې ناسته کې وویل: ((غفلت او ځنډ ترسره شوی، که دا کار قصدا شوی وي تورن کسان د هېواد د نافذه قوانینو په اساس په دوه کاله بند او که سهوا شوی وي نو عاملین یې په یو کال بند محکومېږي.))

نوموړي حکومت ته درې ورځې وخت ورکړ چې دې قضیې ته رسېدنه وکړي او ویې ویل، له دې پرته به اعتراض د افغانستان په لویه څارنوالۍ، ملي او نړیوالو بنسټونو کې ثبت کړي.

د نننۍ ناستې ګډونوالو د یوه پرېکړه لیک له لارې له ولسمشر څخه و غوښتل چې له یاد حکم څخه دفاع وکړي او حق حقدار ته وسپاري.

په ورته وخت کې د بدني روزنې او سپورټ د عمومي ریاست مطبوعاتي مسوول وویل، د یادې ادارې د عمومي ریاست د مرسیتال په توګه د ضايي د ټاکلو وړاندیز شاوخوا یو نیم کال مخکې شوی و خو په دې اړه چې ولسمشر منلی معلومات نه لري.

خو د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي پژواک ته وویل، ولسمشر دا ډول حکم نه دی کړی او له اعتراض کوونکو سره شته حکم جعلي دی.

هغه زیاته کړه، دغه حکم تېره جمعه د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند تورسن هم ولسمشر ته سپارلی و.

د ده په خبره، د دې موضوع د ارزونې لپاره یو پلاوی ټاکل شوی دی.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement