ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندوز د ترانسپورټ ریاست عواید ۳۱ سلنه لوړ شوي

د کندوز د ترانسپورټ ریاست عواید ۳۱ سلنه لوړ شوي

author avatar
5 Mar 2019 - 12:00
د کندوز د ترانسپورټ ریاست عواید ۳۱ سلنه لوړ شوي
author avatar
5 Mar 2019 - 12:00

کندوز ښار (پژواک، ١٤ کب ٩٧): د کندوز د ترانسپورټ رياست مسوولين وايي چې سږ کال يې د عوايدو کچه ٣١ سلنه لوړه شوې ده، خو بل لور ته د کندوز اوسېدونکي بيا د دې ادارې له خدماتو خوښ نه دي.

د کندوز د ترانسپورټ رييس سيد جواد جلالي د کب په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ماليې وزارت د روان مالي کال لپاره دوى ته د عوايدو لپاره ١٣ ميليونه افغانۍ هدف ورکړى و خو دوى څه باندې ١٨ ميليونه افغانۍ راټولې کړې چې د تېر کال په پرتله ٣١ سلنه زياتوالى ښيي.

د هغه د معلوماتو له مخې، تېر کال دغې ادارې نږدې ١٣ ميليونه افغانۍ عوايد را ټول کړي وو چې د مخکنيو کلونو په پرتله يې کچه لوړه وه.

د نوموړي په وينا، دغه عوايد له ترانسپورټي خدمتونو، د حق العبور له ترلاسه کولو، د ځينو موټر چلوونکو له جريمې، د سوداګريزو توکو له انتقال او ځينو نورو مواردو ترلاسه شوي دي.

هغه وايي: ((که څه هم وضعيت ښه نه و، خو له تاجکستان هېواده واردات د دې لامل شول چې د عوايدو کچه ډېره لوړه شي.))

جلالي زياتوي چې په تېرو کلونو کې د نا امنۍ له امله د دوى د عوايدو کچه ډېره ټېټه وه، خو سږ کال په کې د پام وړ زياتوالى راغلى دى.

خو بل لور ته د کندوز ښار اوسېدونکي د دې ادارې له خدماتو خوښ نه دي.

عبدالرووف چې د امام صاحب او کندوز ښار ترمنځ موټر چلوي، پژواک ته وويل: ((موږ چې کله ښار ته راځو، د موټر درولو ځاى نشته دى، د ترانسپورټ رياست بايد دغه ستونزه هواره کړي.))

دغه راز د کندوز ښار يوه هټۍ وال شمس الدين پژواک ته وويل: ((څو کله کېږي چې موټر د سړک پر غاړه درېږي، بېروبار جوړوي، د موټرو درولو ځاى بايد معلوم کړاى شي.))

ده هم ټينګار وکړ چې د کوچينو موټرو لپاره بايد د موټرو تم ځاى او د لويو موټرو لپاره بايد ترمينل جوړ شي.

د کندوز ښار يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې.

خو د کندوز د ترانسپورټ رييس بيا وايي، په پام کې لري چې د خصوصي سکتور په همکارۍ په دغه ولايت کې د شمال زون په کچه د موټرو يو لوى ترمينل جوړ کړي، څو د ښاريانو ستونزې ورسره هوارې شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.