ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

روسیه: د افغان سولې په تړاو روانې هڅې باید همغږې شي

روسیه: د افغان سولې په تړاو روانې هڅې باید همغږې شي

author avatar
5 Mar 2019 - 11:01
روسیه: د افغان سولې په تړاو روانې هڅې باید همغږې شي
author avatar
5 Mar 2019 - 11:01

کابل (پژواک، ١٤ کب ٩٧): د قطر او د روسيې د بهرنيو چارو وزيرانو د خبرو اترو او مذاکرې له لارې د افغان شخړې پر هواري او د روانو هڅو پر همغږۍ ټينګار کړی دی.

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف چې په يوه رسمي سفر قطر ته تللى، پرون يې له خپل قطري سيال شيخ محمد بن عبدالرحمن ال ثاني سره له ليدنې وروسته يوې ګډې خبري غونډې ته خبرې وکړې.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وويل چې د بین‌الافغاني مذاکراتو جوړېدو لپاره د مسکو او واشنګټن ترمنځ اړیکې ګټورې دي.

سرګي لاوروف زياته کړې چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد د بین‌الافغاني مذاکراتو په اړه وخت په وخت د روسیې له استازو سره ګوري.

هغه زياته کړې: "د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد زما له مرستیال ضمير کابلوفوف سره وخت په وخت منظمې لیدنې  او ښې اړیکې لري، خو د افغان سولې په تړاو روانې هڅې بايد همغږې شي."

د روسيې د بهرنيو چارو وزير وايي، روسیه، امریکا او دغه‌ راز د افغانستان نور ګاونډي هېوادونه کولای شي په افغانستان کې د سولې د ملي مذاکراتو په پیلولو کې مرسته وکړي او دا د دغه بحران د ختمولو لپاره یوازېنۍ لار ده."

د قطر د بهرنیو چارو وزیر هم د افغانستان د سولې مذاکراتو په اړه خوشبینې وښوده او د افغانستان د سولې په راوستلو کې یې د ټولو رول ستایلی دی.

محمد بن عبدالرحمن ال ثاني ويلي چې سوله د جګړې او زور له لارې نه شي راتلای او د شخړې د حل يواځېنۍ لاره خبرې اترې او مذاکرات دي.

دا په داسې حال کې ده چې په قطر کې د طالبانو او امريکايي استازي ترمنځ د سولې د خبرو اترو پنځم پړاو تېره اوونۍ پيل شوی او تر اوسه روان دى، خو تر اوسه کومې پرېکړې ته سره نه دي رسېدلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.