کابل (پژواک، ١٤ کب ٩٧): د پاکستان پوليسو د خيبر پښتونخوا ايالت په کواټ سيمه کې د عملياتو پر مهال ٨٤ افغان کډوال نيولي او په زندان کې يې اچولي دي.
د پاکستان رسنيو د کب په ١٤مه خبر ورکړى چې په کواټ ښار کې د لسو ورځو لپاره پر ګرځېدو بنديز لګول شوى و، خو پوليسو د ښار له بېلابېلو سيمو له ياد قانونه د سرغړونې په تور ٨٤ افغانان نيولي دي.
سرچينې وايي چې نيول شوي افغان کډوال د بېلابېلو سيمو امنيتي پوستو ته وړل شوي او هلته پرې قضيې ثبت شوې دي چې وروسته به محکمې ته وړاندې کېږي.
د کواټ ښار مرستيال کمېشنر احمد محمود ويلي چې په ښار کې امنيتي ګواښونه زيات شوي او په همدې موخه يې افغان کډوالو ته ويلي وو چې له کمپونو دې بهر نه را وځي.
خو سرچينې زياته کړې چې ښار ته د راتګ له بنديز سره سره افغان کډوال ښار ته راغلي وو چې د پوليسو له خوا نيول شوي دي.
ښار ته د افغان کډوالو پر راتګ بنديز د پنځو نورو ورځو لپاره هم دوام کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن