ایبک (پژواک،١٤ کب ٩٧): د سمنګان په مرکز ایبک کې د یوه کرولا موټر د چپه کېدو په پېښه کې درې کسان مړه او دوه نور ټپیان شوي دي.
د سمنګان د امنیې قوماندانۍ د ترافیکو مدیریت د پېښو امر سید مسعود د یاد خبر تر څنګ پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه موټر چې تېره شپه له بغلانه ایبک ته د راتلو پر مهال د ایبک درې په پل قچن سیمه کې د پله له کټارې سره ټکر شوی او د پله لاندې لس متره ژور لوېدلی دی.
هغه د دې پېښې لامل د موټر ګړندی تګ او د موټرچلوونکي بې احتیاطي بولي.
د سمنګان ولایتي روغتون د بېړنۍ خونې نوکریوال ډاکتر مقبل عزیزي پژواک خبري اژانس ته وویل، له دې پېښې ورته درې جسدونه او دوه ټپیان راوړل شوي خو ټپیان د زیاتې درملنې لپاره د بلخ ولایت حوزوي روغتون ته انتقال شوي دي.
هغه وايي، یاد پنځه کسان د ۲۰ او ۲۵ کلونو تر منځ عمرونه لري او د سمنګان د مرکز ایبک ښار اوسېدونکي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن