ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې د غالیو اوبدلو صنعت وده کړې ده

کندهار کې د غالیو اوبدلو صنعت وده کړې ده

author avatar
5 Mar 2019 - 15:36
کندهار کې د غالیو اوبدلو صنعت وده کړې ده
author avatar
5 Mar 2019 - 15:36

کندهار (پژواک، ۱۴ کب ۹۷): که څه هم په کندهار کې د ښځو د لاسي صنعت په برخه کې خامکي غاړې نړیوال شهرت لري، خو په دې وروستیو کې دلته د غالیو اوبدلو صنعت هم وده کړې او په لسګونو کورنۍ په دغه کسب بوختې دي.

ډېرې دغه کورنۍ له اوږدې کډوالۍ وروسته له پاکستان او ایرانه راستنې شوې چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له خوا ورته د کار اسانتیا برابره شوې ده.

پنځه څلوېښت کلنه قمرګله د کندهار ښار د میر بازار اوسېدونکې ده چې له خپلو دوو لوڼو سره یو ځای د غالیو اوبدلو په کار بوخته ده.

نوموړې پژواک خبري اژانس ته وویل، شاوخوا یو کال کېږي له پاکستانه تر ۲۵ کلنې کډوالۍ وروسته کندهار ته را ستنه شوې ده، هلته یې هم د غالۍ اوبدلو کار کاوه او دلته هم په دغه کار بوخته ده.

دا وايي، دلته ورسره د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له خوا د غالیو اوبدلو د سامان الاتو مرسته شوې ده، هره ورځ له سهاره تر ماښامه د خپلو لوڼو په ملتیا غالۍ اوبي او بیا یې بازار ته د خرڅلاو لپاره وړي.

د دې په خبره، په لومړیو کې په کندهار کې د غالیو اوبدلو کار هومره رونق نه درلود، خو په دې وروستیو کې لسګونه کورنۍ او سلګونه ښځې او نارینه په دغه کار بوخت دي.

دې زیاته کړه، له خپله کاره خوشحاله ده او هره میاشت ۲۰زره افغانۍ عاید لري چې په همدې د خپل ورځني ژوند اړتیاوې پوره کوي.

مریم یوه بله مېرمن ده چې له ایران څخه بېرته راستنه شوې او په کندهار ښار کې په یوه کرايي کور کې اوسېږي.

دغې مېرمنې پژواک خبري اژانس ته وویل، د غالۍ اوبدلو له لارې هم د کور کرایه ورکوي او هم د کور نور لګښتونه پوره کوي.

دا هم وايي چې په لومړیو کې چې کندهار ته راغله نو د غالیو اوبدلو له کسب سره چا بلدتیا نه لرله خو وروسته یې د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست ته مراجعه وکړه او هغوی ورسره د غالیو اوبدلو د دستګاه مرسته وکړه.

نوموړې هم له خپله کاره خوشحاله ده خو غوښتنه لري چې غالیو ته دې یې په کور دننه او بهر بازار پیدا شي، څو له یوه اړخه ډېرې بې وزلې مېرمنې په دې کار بوختې شي او له بله پلوه مناسب عاید تر لاسه کړي.

دا وايي، هره اوونۍ او هره میاشت د اړوند ریاست پلاوی راځي او د دوی له کار څخه لیدنه کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.