د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

​کابل کې د ښځې نړيوالې اوونۍ په مناسب څلور ورځنى نندارتون پرانېستل شو

​کابل کې د ښځې نړيوالې اوونۍ په مناسب څلور ورځنى نندارتون پرانېستل شو

Mar 05, 2019 - 17:28

کابل (پژواک، ۱۴ کب ۹۷): نن کابل کې د پژواک خبري اژانس او يو شمېر نورو بنسټونو په ګډون د ښځې نړيوالې اوونۍ په مناسب د کار او زده کړو ملي څلور ورځنى نندارتون پرانېستل شو.

د کار او بار او سوداګرۍ د پراختيا مرکز مشرې سپوږمۍ صيام د معلوماتو له مخې، دغه نندارتون د افغانستان د سوداګرۍ او کار د پراختيا د مرکز، سوداګرۍ او صنايعو خونې، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت، ځوانانو معينيت، د راتلونکي پلان خدمتونو او افغانستان کې د شخصي پوهنتونونو په مرسته جوړ شوى دى.

هغې وويل تمه ده چې په دغه نندارتون کې تر شپېتو زرو کسانو ګډون وکړي.

د صيام په وينا،د دغه نندارتون تحصيلي برخه د زده کړيالانو لپاره يو فرصت دی چې له لارې به يې وکولاى شي پوهنتونونه او درسي نصابونه له نږدې وګوري او له هغو تخفيفونو ګټه واخلي چې په دغه نندارتون کې وړاندې کېږي.

 دغه راز هغه وايي چې پوهنتونونه هم کولای شي د دغه نندارتون له لارې د راتلونکي تحصيلي کال لپاره ښه بازارموندنه وکړي.

 صيام وايي، د خالي بستونو اعلان، په بېلا بېلو برخو کې د غوره ښځو جايزه، د افغاني جامو او کولتور نندارې ته وړاندې کول، له معتبرو پوهنتونونو او شرکتونو ليدنه او داخلي او بهرني بورسونو ته لاسرسى هم د همدې نندارتون له لارې کېږي.

په همدې موخه نن په دغه نندارتون کې ٨٠ غرفې جوړې شوې دي.

پژواک خبري اژانس هم په دغه نندارتون کې يوه ځانګړې غرفه لري.

پژواک د دغې غرفې له لارې خلکو ته د دغه اژانس د بېلابېلو خدمتونو په تېره بيا اېس اېم اېس په اړه معلومات ورکوي، تر څو خلک له دې لارې اطلاعاتو ته لاسرسى پيدا کړي او د خپل هېواد د پېښو او مسايلو په اړه معلومات تر لاسه کړي.

د سلام، اتصالاتو، ام ټي ان او افغان بيسيم مخابراتي شرکتونو مشترکين کولاى شي، د پژواک د اس ام اس چوپړ له لارې له ورځينو پېښو او مسايلو په اړه ځانونه خبر کړي.  

سپوږمۍ صيام وايي چې د نندارتون په راتلونکو ورځو کې به لوړپوړې ښځينه چارواکې هم په کې ګډون ولري او د سولې پروسې په اړه به ويناوې وکړي.

هغې وويل چې د ښځو د نړيوالې اوونۍ په مناسبت به وړتيا لرونکې وزيرانې، مدنی فعالانې او تکړه سوداګرې ښځې وستايل شي.

د صيام د معلوماتو له مخې، تېر کال له ورته نندارتون څخه چې کابل کې جوړ شوى و، ۳۰ زره کسانو لينده کړې وه او له لارې يې اته سوه تنو ته کارموندنه وشوه.

د ښځو چارو وزارت مرستيالې سپوږمی وردګ، دا ډول نندارتونونه د ښځو لپاره مهمې وبللې او هيله يې څرګنده کړه چې په ولايتونو کې هم ورته نندارتونونه جوړ شي.

مستوره چې د دغه نندارتون په يوه غرفه کې يې افغاني زېورات نندارې ته وړاندې کړي و، وويل:" د خوښۍ احساس کوم چی د خپل هېواد فرهنګ را ژوندی کوم او داسې نندارتونونه زموږ سره د بازارموندنې په برخه کی ډېره مرسته کوي."

خو مېرمن فروزان چې په دغه نندارتون کې به په لاس ګنډلي توکي نندارې ته وړاندې کړي، وايي خوښه ده چې په نندارتون کې دې او نور ښځو برخه اخيستې او د بازارموندنې زمينه ورته برابره شوې ده.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement