ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار په برید کې د پنځو بريدګرو په ګډون ۲۱ کسان وژل شوي

د ننګرهار په برید کې د پنځو بريدګرو په ګډون ۲۱ کسان وژل شوي

author avatar
6 Mar 2019 - 12:20
د ننګرهار په برید کې د پنځو بريدګرو په ګډون ۲۱ کسان وژل شوي
author avatar
6 Mar 2019 - 12:20

جلال اباد (پژواک، ١٥ کب  ٩٧): د ننګرهار ولايت هوايي ډګر ته څېرمه پر يوه ودانيز شرکت ډله ييز بريد د پنځو بريدګرو او د یاد شرکت د ١٦ کارکوونکو پر وژل کېدو پاى ته ورسېد.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د کب په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته د دغه شرکت د ١٦ کارکوونکو د وژل کېدو په تاييد وويل چې يوې ډلې وسله والو نن سهار وخته هوايي ډګر ته څېرمه د اي بي اي په نوم پر يوه ودانيز شرکت ډله ييز بريد وکړ.

هغه زياته کړه چې دوو بريدګرو په ځان پورې تړلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړې او درې نور د امنيتي ځواکونو له لوري ووژل شول.

د خوږياڼي په وينا چې د امنیتي ځواکونو له لوري دمګړۍ په سیمه کې تصفیوي عملیات جریان لري.

دى وايي، امنیتي ځواکونو دغه راز د بریدګرو دوه واسکټونه، یو موټربم، د تروریستانو له خوا ځای پر ځای شوي لاسي بمونه او ګڼ نور توکي هم له منځه وړلي دي .

د ننګرهار د عامې روغتيا رياست وياند انعام الله مياخېل پژواک ته وويل چې روغتون ته ٩ ټپيان ور وړل شوي چې د يوه روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوى دى.

د دغه بريد مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.