ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

څېړنه: له تاوتريخوالي سره له مخ شوو هرو شپږو ښځو دوو د ځانوژنې هڅه کړې

څېړنه: له تاوتريخوالي سره له مخ شوو هرو شپږو ښځو دوو د ځانوژنې هڅه کړې

author avatar
6 Mar 2019 - 16:51
څېړنه: له تاوتريخوالي سره له مخ شوو هرو شپږو ښځو دوو د ځانوژنې هڅه کړې
author avatar
6 Mar 2019 - 16:51

کابل (پژواک، ١٥ کب ٩٧): د افغانستان په پنځو ولايتونو کې تر سره شوې څېړنه ښيي چې له هرو لسو، شپږ ښځې له يو ډول کورني تاوتريخوالي سره مخ شوي او دوو يې د ځانوژنې هڅه هم کړې ده.

دغه څېړنه د افغانستان د مدني ټولنو مجتمع (مجما) د ٢٠١٨ کال له لومړيو د روان کال تر فبروري مياشتې په کابل، بلخ، ننګرهار، باميان او هرات ولايتونو کې له ١٩٢٥ کسانو سره د پوښتنپاڼو له لارې کړې ده.

له يادو کسانو څخه ٧٢ سلنه ښځې او نور نارينه دي او په څېړنه کې چې موخه يې د کورنۍ تاوتريخوالي د ډولونو او لاملونو راسپړل دي، ډليزه بحثونه،د چارو له پوهانو او حکومت سره خبرې هم شاملې دي.

په څېړنه کې پر ښځو د مېړونو تاوتريخوالي، پر ښځو د مېړونو د کورنۍ تاوتريخوالي او پر ښځو تر واده وړاندې د پلارګنۍ د غړو تاوتريخوالي شامل دي.

 ياده څېړنه ښيي چې له ښځو سره کورني تاوتريخوالي په بېلابېلو بڼو تر سره کېږي.

د کابل ښار د قلعۀ زمان خان سيمې اوسېدونکې نيلاب عزيزي پژواک خبري اژانس ته وويل :”زما د واده شپږ کلونه کېږي، يوه ورځ مې هم ښه ورځ نه ده ليدلې، مېړه مې ښوونکى دى، تحصيل لري، خو هېڅ وخت پر ما له ظلم څخه لاس نه اخلي.”

هغه وايي، د دې وهل، ډبول او ورته ښکنځل کول يې د مېړه عادت شوى، خو دا اړه ده چې ژوند ورسره وکړي.

نيلاب وايي، کله کله د هغې ګناه دا وي چې خواړه يې بې خونده وي او يا يې کله پيسې ډېرې لګولې وي، خو ډېر ځله يې مېړه په داسې حال کې هغې سره ناوړه چلند کوي، چې هېڅ ګناه هم نه لري.

که څه هم چې ښځه او مېړه د ژوند تر ټولو نږدې ملګري او هغه کسان دي چې بايد د ژوند له ناخوالو سره په ګډه مبارزه وکړي او خوښۍ يې سره ووېشي، خو ياده څېړنه ښيي چې له ښځو سره تر ټولو ډېر تاوتريخوالى د هغوى مېړونه کوي.

د تاوتريخواليو لاملونه

ياده څېړنه ښيي چې مېړه او د هغه کورنۍ ته د ښځې له خوا درناوى نه کول، د مېړه بېکاري، د مېړه غوسه، په نشه يي توکو د مېړه روږدي کېدل، د کور په کارونو کې د ښځې ونډه نه اخيستل، په بدو کې د لور ورکول، د لور بدل کول، جبري ودونه، د عمر، عقيدې، مذهب او طبقاتي توپيرونه، د مېړه ناسمې کړنې، د مېړه د مور، خور او پلار تحريک کول، د ښځې د مور او پلار لاسوهنې، لور زېږول، د ماشوم نه زېږول او نور د مېړه او د هغه د کورنيو له خوا پر ښځه د تاوتريخواليو لاملونه دي.

دغه راز، څېړنه ښيي چې د پلار کورنۍ ته د ښځې درناوى نه کول، د لور او زوى تر منځ د کورنۍ له خوا تبعيض کول، د کورنۍ د مشر بېکاري، د کورنۍ د مشر غوسې او په نشه يي توکو روږدي کېدل، د کورنۍ په کارونو کې د ښځې ونډه نه اخيستل، په بدو او بدل کې د ښځې د ورکولو هوډ، په زور واده مجبورول، د ورېندارې تحريکول او نور هغه څه دي چې له واده مخکې د پلارګنۍ په کور کې د ښځې پر وړاندې د تاوتريخواليو لامل کېږي. 

څېړنه ښيي چې تاوتريخواليو ځينې ښځې دې ته اړ کړي چې د ځانوژنې هوډ وکړي.

د هرات د غوريان ولسوالۍ اوسېدونکې ٢٢ کلنه ثريا ( مستعار نوم) پژواک خبري اژانس ته وويل چې هغه په زور واده کوي او تر اوسه يې درې ځله د ځانوژنې هڅه کړې ده.

هغې وويل:”يو ځل مې لس پاکټه پراستامول ګولۍ وخوړې، روغتون ته يې بوتلم، دويم ځل مې وايتکس وڅکل بيا هم وژغورل شوم، او بل ځل مې د خپل لاس رګ په چاقو پرې کړ، بيا هم مړه نه شوم، خو بيا مې هم کورنۍ غواړي داسې چا ته مې ورکړي چې زما زړه نه دى.”

خو د کابل ښار د خيرخانې سيمې يوه اوسېدونکې چې نه غواړي نوم يې څرګند شي، وايي:”درېغى چې يواځې د مېړه ظلم مې واى، خواښې او د مېړه خوېندې مې دومره ظلم راسره کوي چې زړه مې يې له ژونده تور کړى دى.”

هغه وايي، زړه يې غواړي چې پر ځان يو ګيلن تېل واچوي او ځان ته اور ورته کړي خو کله چې خپلو اولادونو ته ګوري، د دې کار جرائت نه شي کولاى.

دغه مېرمن وايي چې له مېړه نه يې له دې امله طلاق نه شي اخيستى چې د اولادونه به يې له بد برخليک سره مخ شي او په ټولنه کې هم هغو ښځو ته په ښه سترګه نه کتل کېږي چې طلاق يې اخيستې وي.

د څېړنې پايلې ښيي چې حکومت د ښځو پر وړاندې د تاوتريخواليو د ډېرو قضيو په اړه اقدام نه دى کړى.

 

د څېړنې يادې پايلې په داسې حال کې دي چې د افغانستان لويه څارنوالي وايي، په تېرو درېيو کلونو کې يې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخواليو ٧٢٠٠ قضيو ته رسېدنه کړې ده.

د سترې محکمې وياند امان الله ايمان وايي چې په دې موده کې ورته قضيو ته د رسېدو په موخه د سترې محکمې په چوکاټ کې ځانګړى ديوان او دغه راز د هېواد په ٢٨ ولايتونو کې د ښځو پر وړاندې تاوتريخواليو پېښو د څېړنې په موخه ځانګړې محکمې جوړې کړې دي.  

د ده په وينا، ټاکل شوې په نوي کال کې په پاتې شپږو نورو ولايتونو کې هم ورته محکمې جوړې شي.

Visits: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.