ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلک: په پکتیا کې د موسـسو پوښـښ او فعاليتونه کم دي

خلک: په پکتیا کې د موسـسو پوښـښ او فعاليتونه کم دي

author avatar
6 Mar 2019 - 14:41
خلک: په پکتیا کې د موسـسو پوښـښ او فعاليتونه کم دي
author avatar
6 Mar 2019 - 14:41

ګردېز (پژواک، ١٥ کب ٩٧): د سوېل ختيځ زون د مرکز پکتيا اوسېدونکي او چارواکي وايي چې په دغه ولايت د غير دولتي موسـسو پوښـښ او فعاليتونه خورا کم دي.

دوی په دغه ولايت کې د بېلابېلو خيريه او بشري بنسټونو او موسـسو د فعاليت پيل او پراخوالى غواړي او وايي چې په دې سيمه کې په مختلفو برخو کې زيات کار ته اړتيا ده.

د اړوندې موضوع په اړه د پکتيا ولايتي شورا رييس عبدالمالک ځاځي د کب په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پکتيا د روغتيا، پوهنې، اقتصاد، کرنې، د مېرمنو د اقتصادي بسياينې، د ماشومانو د پالنې، پراختيا، رغونې او نورو چارو کې جدي اړتياوې لري چې د حل لپاره يې بايد پر دولت سربېره موسـسې هم کار وکړي.

ځاځی وايي: ((پکتيا کې په هره برخه کې زيات مشکلات او ضرورتونه شته، دلته په تېر کې کار نه دی شوی، حتی موږ لا هم په مرکز کې ډېرو هغو کارونو او پروژو ته ضرورت لرو چې په نورو ولايتونو کې ډېر مخکې ترسره شوي دي او ښه خبره دا ده چې دلته کار ته له هره اړخه ښه زمينه برابره ده.))

د احمدابا ولسوالۍ اوسېدونکی اجمل مسعودزی په بېلابېلو ملي او نړيوالو موسـسو کې د فساد خبره کوي او وايي چې په دغو بنسټونو کې د کارکوونکو ګومارنه او فعاليتونه شفاف نه دي.

مسعودزي پژواک ته وويل: ((د موسـسو کارونه ډېر سـست روان دي، حتی ځيني ګومارنې په واسطو په کې کېږي، وړ خلک نه مقرروي، يو خو عمومي موسـسات کم شوي، خو په پکتيا کې بيا فعاليتونه ډېر کم دي، زه چې ځيني وخت اکبر سايت ګورم د نورو ولايتونو په پرتله پکتيا کې د موسـساتو بستونه ډېر کم اعلانېږي.))

د مرکز ګردېز اوسېدونکی رومل وايي، له ډېرې مودې راهیسې يې داسې کوم فعاليت نه دی ليدلی چې د موسـسو له خوا ترسره شوی وي.

نوموړی دغه حالت ناسم يادوي او وايي چې د موسـسو حضور، فعاليت او پوښـښ ته بايد جدي کار وشي.

دی وايي: ((مخکې موسـسې يو څه ښې وې، په مختلفو برخو کې به يې ځيني کارونه کول، مثلاً د زده کړو، عامه پوهاوي، ټولنيزې خير ښېګڼې او نورو برخو کې، خو اوس حالت بدل دی او زه حيران يم چې د پکتيا په شان امن ولايت کې ولې د موسـساتو فعاليتونه دومره لږ دي.))

د دغه ولايت يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې.

بل لور ته د پکتيا د اقتصاد رييس فيروز حبيب صافی هم مني چې په دغه ولايت کې د بېلابېلو موسـسو او انجيوګانو شمېر خورا کم او فعاليتونه يې د نورو لومړۍ درجه ولايتونو په پرتله لږ دي.

صافی وايي چې په پکتيا کې د ډاډمن امنيتي حالت په مټ موسـسو او انجيوګانو ته د کار او پوښـښ ښه زمينه برابره ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.