ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست په يو نيم ميليوني نفوس کې هېڅ ښځينه خبرياله نه لري

خوست په يو نيم ميليوني نفوس کې هېڅ ښځينه خبرياله نه لري

author avatar
6 Mar 2019 - 17:04
خوست په يو نيم ميليوني نفوس کې هېڅ ښځينه خبرياله نه لري
author avatar
6 Mar 2019 - 17:04

خوست ښار (پژواک، ۱۵ کب ۹۷): خوست د يونيم ميليون نفوس له منځه په رسنيز ډګر کې يوه ښځينه خبرياله هم نه لري.

دا مهال په دغه ولايت کې د دولتي راډيو ټلوېزيون په ګډون ۱۲ راډيوګانې او څلور ټلوېزيونونه په فعاليت بوخت دي چې هېڅ يوه ښځينه خبرياله په کې وجود نه لري.

د ښځينه مدني فعالانو او د رسنيو کارکوونکو په وينا، کلتوري محدوديتونه، جنسي تبعيض او د فاميل نه اجازه هغه لاملونه دي چې له کبله يې ښځې د دغه ولايت په ځايي رسنيو کې کار کولو ته زړه نه ښه کوي.

د هغوی په وينا، په رسنيو کې د ښځينه خبريالانو د نه شتون له امله لا هم په ټولنه کې د ښځو ډېرې ستونزې او مشکلات نه دي رابرسېره شوي او پر خپل ځای پاتې دي.

د خوست شيخ زايد پوهنتون د جندر عمومي مديرې پلوشې چې د مارچ د اتمې تر نامه لاندې په سوېل ختيځ زون کې د خبريالانو د خونديتوب کمېټې له خوا جوړې شوې غونډې ته يې خبرې کولې وويل زياتره لوستې نجونې او مېرمنې علاقه لري چې په رسنيو کار وکړي، خو په ټولنه د ناسمو حاکمو رواجونو يې مخه نيولې ده.

هغه وايي: ((مېرمنې د ټولنې نيمايي برخه ده نو په دې کې ډېرې ستونزې راځي، يانې داسې پېښې رامنځته کېږي او يا ستونزې وي چې نارينه يې نه شي راپور کولی، مګر ښځينه خبرياله هغه په ډېر ښه ډول راپورته کولی شي. اوس موږ په خوست کې يوه خبرياله هم نه لرو.))

په دغه ولايت کې د ولس غږ په نوم د يوې ځايي راډيو مسوول امان الله حقمل پژواک خبري اژانس سره خبرو کې د کلتوري محدوديتونو تر څنګ په رسنيو کې د ښځينه خبريالانو د نه شتون بل لامل د ظرفيتونو نه شتون هم په ګوته کوي.

نوموړی وايي، که په دې برخه کې دولتي او يا غير دولتي ادارې د ښځو لپاره روزنيز پروګرامونه جوړ کړي، نو په رسنيو کې به د ښځينه خبريالانو تشه تر يوه بريده ډکه شوې وي.

دی زياتوي: ((هغه موسسې او انجيوګانې چې غواړي په دې برخه کې کار وکړي، نو دوی دې هغه مصارف چې پر غونډو یې مصرفوي، د ښځو په روزنه دې يې وکړي او هغوی ته دې کاري فرصتونه برابر کړي، څو هغوی به څه ناڅه معاش ترلاسه کړی وي او په دې ډول سره به يې خپل غږ هم اوچت کړی وي.))

په سوېل ختيځ زون کې د خبريالانو خونديتوب کمېټې مسوول سيف الله حيات هم پژواک اژانس سره خبرو کې دا ستونزه پر ځای وبلله، خو نوموړی په ورته وخت کې له کورنيو، دولتي مسوولينو او په دغه ولايت کې د ځايي رسنيو له مسوولینو غوښتنه کوي چې ښځو ته دې اجازه ورکړي، څو په رسنيو کې په ډاډه زړه کار وکړي.

ده زياته کړه: ((که چېرې موږ په خوست کې ښځينه خبريالانې ولرو، کوم محدوديت چې اطالاعاتو د لاسرسي په برخه کې د ښځينه خبريالانو د نشتون په صورت کې موجود دی، ډاډه چې دغه لوری به هم تقويه شي، نو هيله مې دا ده چې ښځې دې راشي او په رسنيو کې دې کار وکړي.))

د شنونکو په نظر کېدای شي زياتره ښځينه خبريالانې په محلي او ځايي رسنيو کې کار کولو ته ځکه زړه نه ښه کوي چې د ملي او نړيوالو رسنيو په پرتله ورته کم معاش ورکول کېږي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.