ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دایکنډي اوسېدونکې: د ښځو چارو رییسه دې له دندې ګوښه شي

د دایکنډي اوسېدونکې: د ښځو چارو رییسه دې له دندې ګوښه شي

author avatar
6 Mar 2019 - 20:13
د دایکنډي اوسېدونکې: د ښځو چارو رییسه دې له دندې ګوښه شي
author avatar
6 Mar 2019 - 20:13

نیلي (پژواک، ۱۵کب ۹۷): په دایکنډي کې د ښځو د حقونو یو شمېر فعالان او ښځې د دغه ولایت د ښځو چارو ریاست د کمزوري فعالیت او د پروګرامونو په نه شتون نیوکه کوي او د دغه ادارې رییسه زکیه رضايي پر فساد او بې کارۍ تورنوي.

د دوى په خبره، د ښځو چارو رییسه د دندې له پیل راهیسې د ښځو د حقونو د حقونو د عدالت غوښتنې او په دې اړه د عامه پوهاوي لپاره هېڅ کار نه دی کړی او یواځینی کارونه یې په ښوونیزو کارځایونو، د مارچ د اتمې د نمانځلو او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي په کمپاین کې ګډون و.

یادې ښځې وايي، که څه هم د دایکنډي اوسېدونکې له بېلا بېلو تاوتریخوالو، درنو کارونو او بې عدالتۍ سره مخ دي خو د ښځو چارو رییسه زیاتره په ګوندي، سمتي او سلیقوي فعالیتونو بوخته ده.

په دایکنډي ګې د ښځو د حقونو فعالان ګواښ کوي چې که د ښځو چارو وزارت د دغه ولایت د ښځو چارو رییسه زکیه رضايي له دندې ګوښه او اصلاحات رامنځته نه کړي، د ښځو چارو ریاست دروازه تړي.

دغه ښځې وايي، د واده ډېر لګښتونه، اجباري او په کم عمر ودونه، تاوتریخوالي او د ځان وژنې مخ پر زیاتېدونکې شمېرې په دایکنډي کې د ښځو نورې هغه ستونزې دي چې د ښځو چارو ریاست ورته هېڅ ډول پلان نه لري.

د ښځو د حقونو فعالې سودابې موحدي د دغه ولایت د ښځو چارو پر رییسې زکیه رضايي نیوکه وکړه او پژواک ته یې وویل، د دغه ولایت ښځې له مختلفو تاوتریخوالو سره مخ دي، خو د ښځو چارو ریاست د تاوتریخوالي د کمښت او وضعیت د ښه کېدو لپاره هېڅ پلان نه لري.

هغې ګواښ کوي چې: ((که د ښځو چارو وزارت د یادې ادارې رییسه له دندې لرې نه کړي او په دغه ریاست کې بدلون رانه ولي، موږ د ښځو چارو ریاست دروازه تړو.))

د موحدې په خبره، سره له دې چې دایکنډي یو امن ولایت دی، خو د ښځو د ځان بساینې، د خپلو حقونو په اړه د ښځو د عامه پوهاي د زیاتېدو په برخو کې هېڅ کار نه دی شوی.

نوموړې ادعا وکړه چې په کابل کې د (جنګ بس دی) تر شعار لاندې د کب په ۹ مه د هېواد د لومړۍ مېرمنې له خوا په جوړه شوې ناسته کې چې سلګونه ښځو په کې ګډون درلود، د دایکنډي د ښځو چارو رییسې د دغه ولایت برخه د بدخشان یوې مېرمنې ته ورکړې وه او د ښځو د حقونو د فعالانو پر ځای یې څو خپلوانې دغه پروګرام ته معرفي کړې وې.

د ښځو د حقونو بله فعاله لطیفه جوادي وايي، په دغه ولایت کې د ستونزو د پای ته رسېدو یواځینۍ لار د ښځو چارو ریاست د مشرتابه بدلون دی.

نوموړې زیاته کړه: ((زکیه رضايي له تېرو شپږو کلونو راهیسې په دغه ولایت کې د ښځو چارو د رییسې په توګه دنده کوي، خو د ښځو د حقونو د لاسته راوړلو لپاره یې هېڅ کار نه دی کړی او ښه ده چې د دغه ریاست مشري یوې په کار پوه او باسواده ښځې ته وسپارل شي.))

د هغې په خبره، د ښځو د حقونو په اړه د خلکو د معلوماتو د نه لرلو له امله خلک د ۸۰۰ زره افغانیو په بدل کې خپله لور داسې چا ته په نکاح ورکوي چې د نجلۍ خوښه نه وي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.