جلال اباد (پژواک، ۱۵ کب ۹۷): د ننګرهار چارواکي وايي چې د دغه ولایت په ښېوې ولسوالۍ کې د ناپېژاندو وسله والو په بريد کې د ښوونځي د یوه ښوونکي په ګډون درې کسان وژل شوي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د کب په ۱۵مه پژواک اژانس ته وويل چې ناپېژاندو وسله والو تېره شپه د ښېوې ولسوالۍ د بډيالۍ سيمې اړوند د ايس ناړۍ په نوم کلي کې د ښوونځي پر یوه ښوونکي او ملازم بريد کړی دی.
دی وايي، په دغه بريد کې درې کسان وژل شوي چې يو يې ښوونکی، يو د ښوونځي ملازم او يو د سيمې يو اوسېدونکی دی.
دی وايي، پوليس د پېښې د څېړنې لپاره نن سهار سيمې ته رسېدلي او پلټنې يې پيل کړې دي.
د پېښې مسووليت تر اوسه کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دی اخيستی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن