د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ولسمشر د کونړ له خلکو سره په بېلابېلو برخو کې ژمنې وکړې

ولسمشر د کونړ له خلکو سره په بېلابېلو برخو کې ژمنې وکړې

Mar 06, 2019 - 15:52

اسعداباد (پژواک، ١٥ کب ٩٧): ولسمشر اشرف غني د کونړ ولايت امنيت ته د جدي پاملرنې تر څنګ په دولتي ادارو کې د ښځو د ونډې پر زياتولو ټينګار وکړ.

د ولسمشرۍ ماڼۍ مطبوغاتي دفتر وايي چې کونړ ولايت ته د سفر پر مهال ولسمشر اشرف غني نن د دغه ولایت له ښځو سره وکتل.

سرچينې زياته کړې، لومړى مېرمن اسما سحر د کونړ ولایت د ښځو په استازیتوب خبرې وکړې، په دولتي ادارو کې د ښځو د استخدام، د ملي پروګرامونو د تطبیق، په فرهنګي او ټولنیزو برخو کې د ښځو د فعالیت، د سولې په خبرو کې د ښځو د ګډون، د ښځو لپاره د روغتیایي مرکزونو د جوړولو، د ښځینه ډاکټرانو زیاتولو ته د پاملرنې او د کونړ ولایت د ښځو لپاره د تفریحي پارکونو جوړولو په اړه یې خپلې ستونزې او وړاندیزونه له جمهور ريیس سره شریک کړل.

ولسمشر غني د ښځو د جرګې د بریالي ترسره کېدو چې د کونړ ولایت ښځو په کې فعاله ونډه درلوده، د مبارکۍ تر څنګ وویل، دوه کاله مخکې د سولې په اړه بحث نه کېده او نن يې اصلي او ملي بحث سوله دی.

هغه زیاته کړه: "د سولې په مشورتي لویه جرګه کې چې ډېر ژر به جوړه شي، له هرې ولسوالۍ به د خلکو په ځانګړي ډول د ښځو استازې ګډون ولري."

ولسمشر وویل، د کونړ ولایت د ښځو ستونزو ته به اساسي پاملرنه وشي او د دغه ولایت پر ملي شتمنیو لکه اوبو او کانونو به پانګونه وشي.

هغه زیاته کړه، ښځې له څنډې څخه متن ته راغلې او موږ ښځو ته د بي بي عایشې او بي بي خدیجې عزت غواړو.

ولسمشرغني د کونړ والي ته لارښوونه وکړه چې په دولتي ادارو کې دې د ښځو ونډې زیاتېدو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

دغه راز ولسمشر د کونړ ولايت د ولایتي شورا غړو سره هم وليدل.

په پيل کې محمد صافي د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او د حکومت له  پراختیایي او زېربنایي پروګرامونو د قدرداني تر څنګ یې په سرحدي ولسوالیو کې د امنیتي ستونزو، داخلي بې ځایه شوو کډوالو، د ځنګلونو د بیارغاولو، په قانوني ډول د کانونو د کيندنې، د اوبو کانالونو جوړېدو او له درېیمې درجې دویمې ته د کونړ د ارتقاع په اړه خپلې غوښتنې او وړاندیزونه له ولسمشر سره شریک کړل.

ولسمشر غني د ولایتي شورا له غړو د هغوی د ستونزو او وړاندیزونو له شریکولو مننه وکړه او وې ویل، امنیتي مسوولینو ته یې د کونړ ولایت د بېلابېلو برخو د امنیت د تامین په برخه کې لارښوونې کړې څو د شینوارو، غني خېل او مومنددرې ولسوالیو په شان اقدامات وشي.

هغه زیاته کړه، د کانونو قانون تعدیل شوی او کانونه به په اساسي او قانوني ډول کيندل کېږي او پراختیا به مومي.

هغه وویل، په کونړ ولایت کې به د ځنګلونو د بیارغولو په برخه کې هم اقدامات وشي.

دغه راز ولسمشر غني د سیمه ییزو ارګانونو ادارې عمومي ريیس ته لارښوونه وکړه چې له درېیمې درجې دویمې ته د کونړ ولایت پر ارتقا غور وکړي.

دغه د ارګ په يوه بله خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني کونړ ته د خپل سفر په جریان کې نن له غرمې مخکې د یاد ولایت ښوونکو او د سیدجمال الدین افغان پوهنتون استادانو سره وکتل.

سرچينه زياتوي، استاد محمد رضا ظهیر جمهور رئیس ته د ښه راغلاست ترڅنګ د سید جمال الدین افغان پوهنتون د انکشاف په موخه د سیمینار او فکري مرکز جوړولو، د لرګیو صنعت پوهنځي او فابریکې د ایجاد، د درې پوهنځیو د ودانیو د جوړولو،  د استادانو د کمبود او مسکن هر اړخیزې ستونزې له جمهور رئیس سره شریکې کړې.

اشرف غني له استادانو او ښوونکو څخه د دغه مسلک د غوره کولو او د وطن د خدمت لپاره د ژمنو کدرونو د روزنې له امله مننه وکړه. همدارنګه یې هغوی ته ډاډ ورکړ چې د سیمینار جوړولو او تمویل په اړه به اړوندو مسوولینو ته لارښوونه وکړي.

هغه زیاته کړه، د سیمینار د وړاندیزونو او پایلو په رڼا کې به د سیدجمال الدین افغان پوهنتون د انکشاف لپاره اقدامات او اساسي پاملرنه وکړو.

ده څرګنده کړه، د کونړ، پکتیا، پکتیکا، خوست، کندهار او هلمند پوهنتونونه باید د کرښې دواړو غاړو ته د پرتو ولسونو لپاره د وصل او روښنایۍ مرکزونه وي.

هغه زیاته کړه، د ډیورنډ کرښې د دواړو غاړو خلک ګډ احساسات، ارزښتونه، تاریخ او راتلونکی لري، نو دوی ته باید اساسي توجه وشي.

د ده په خبره، د لرګیو د صنعت پوهنځي د ایجاد ترڅنګ به د جمهوري ریاست له بودجې څخه د ارګ عملیاتي واحد د سیدجمال الدین افغان پوهنتون د یو پوهنځي ودانۍ هم جوړه کړي.

نوموړي وویل، د ښوونځیو د ودانیو لپاره امکانات برابر شوي او له همدې امله په کونړ کې د ۲۰۰ ښوونځیو ودانۍ جوړېږي او په دې برخه کې به شته ستونزې په اساسي توګه حل شي.

له ارګ څخه په بله خپره شوې خبرپاڼه کې بيا راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني نن غرمه د کونړ ځوانانو او د مدني ټولنې استازو سره د یاد ولایت د غونډو په تالار کې وکتل.

په خبرپاڼه کې زياته شوې چې په پيل کې نظام الدین مالیار جمهور رئیس ته ښه راغلاست ووایه او همدارنګه یې د ځوانانو، ښوونځیو، د شهیدانو کورنیو ته د پاملرنې، د اوبو او کانونود مدیریت، برېښنا، د لرګیو صنعت، کرنې او مالدارۍ په برخو کې خپلې غوښتنې او وړاندیزونه شریک او د سولې په اړه یې د جمهو ررئیس د طرحې ملاتړ وکړ.

جمهوررئیس ځوانانو او د مدني ټولنې استازو ته د وینا پرمهال وویل، د کونړ هراړخیزې ودې ته اساسي پاملرنه کېږي. د اوبو د مهارولو کار پيل شوی چې په پایله کې به یې  څه باندې ۵۰۰۰ هکتاره ځمکه ترلاسه او په عادلانه توګه به د ولس د استفادې وړ وګرځي.

ده زياته کړه، د شهیدانو کورنیو ته د رسېدنې چارې په خپله له نږدې څاري او له هغوی څخه یې هم وغوښتل چې د دغه بهیر د څارنې په موخه یو میکانیزم ایجاد کړي.

هغه زیاته کړه، د شهیدانو کورنیو ته د رسېدنې په برخه کې د مسوولیت حس باید عام شي.

د نوموړي په وينا، د کوچني اختر په ورځو کې اوربند ټولو ناشونی باله او له همدې وېرې یې زړه نه ښه کاوه، مګر د یاد اوربند د ښه مدیریت په پایله کې ګڼ شمېر طالبان ښارونو او کلیو ته راغلل او په وضاحت سره یې وویل چې نور له جنګه ستړي دي.

محمد اشرف غني وویل، باعزته او تلپاتې سوله د ټولو افغانانو هیله ده او موږ هغې ته د رسېدو دوامدارې هڅې کوو.

هغه زیاته کړه، د کونړ له زېرمو به د هېواد په ابادۍ کې اساسي استفاده وشي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement