د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ولسمشر په کونړ کې د ٢٠٠ بستريز روغتون د بنسټ ډبره کېښوده

ولسمشر په کونړ کې د ٢٠٠ بستريز روغتون د بنسټ ډبره کېښوده

Mar 06, 2019 - 14:46

اسعد اباد (پژواک، ١٥ کب ٩٧): ولسمشر اشرف غني کونړ ته د سفر پر مهال په دغه ولایت کې د یوه ٢٠٠ بستريز روغتون د بنسټ ډبره کېښوده او تر څنګ یې د عامې روغتيا رياست ودانۍ يې پرانيستله.

ولسمشر اشرف غني نن سهار له يوه لوړ پوړي پلاوي سره د کونړ ولايت مرکز ته ولاړ چې د والي او نورو ځايي چارواکو او قومي مشرانو له خوا يې تود هرکلى وشو.

نوموړي نن سهار سهار د کونړ مرکز اسعد اباد ته له رسېدو وروسته  د دغه ولایت د عامې روغتیا اداري ودانۍ پرانيسته.

ولسمشر غني د يادې ودانۍ د پرانیستنې پر مهال ډاکترانو ته د مبارکۍ تر څنګ وویل،  عامې روغتیا وزارت ته يې لارښوونه کړې چې د تجهیز او خدماتو د کیفیت پر لوړولو تمرکز وکړي.

پر يادې ودانۍ له ۱۷ ميليونه ډېر لګښت راغلى او په معياري ډول جوړ شوى وى.

دغه راز ولسمشر غني د کونړ ولایت ۲۰۰ بستریز روغتون او د انتظارخونې ودانۍ د بنسټ ډبره کېښوده.

ولسمشر د یاد روغتون د بنسټ ډبرې له اېښودو وروسته وویل، دا د یو بنسټیز بدلون پیل دی او هیله لري چې د دغه روغتون بېلابېلې برخې د کونړ د شخصيتونو په نوم ونومول شي.

ځايي چارواکي وايي چې د کونړ د ۲۰۰ بستریز روغتون او انتظارخونو پر ودانیو ۳۶۰ ميليونه افغانۍ لګښت راځي چې د افغانستان حکومت له بودجې ورکول کېږي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement