جلال اباد (پژواک، ۱۵ کب ۹۷): ولسمشر محمد اشرف غني کونړ ته د سفر پرمهال په دغه ولايت کې د ۷۷۷ ميليونو افغانيو په لګښت د يو شمېر پروژو چارې پيل او د ځينو نورو يې پرانېسته وکړه.
نوموړي د کب په ۱۵مه د کونړ مرکز اسعداباد ښار ته سفر وکړ او د پروژو پرانېستې سربېره يې د خلکو په بېلابېلو غونډو کې هم ګډون وکړ.
که څه هم ټاکل شوې وه چې ولسمشر غني د غرمې په دوو بجو د خلکو په يوه لويه غونډه کې ګډون وکړي او خبريالانو ته يې هم د خبري پوښښ بلنه ورکړې وه؛ خو خبريالانو ته تر اوږده انتظار وورسته د يادې غونډې د لغوه کېدو او د ولسمشر د تګ خبر ورکړل شو.
خبريالانو ته د ولسمشر د هغو غونډو جزئيات چې د کونړ د بېلابېلو قشرونو له استازو سره يې درلودې په رسمي توګه په واک کې ورنه کړل شول؛ خو يوازې يې د هغو پروژو د پرانېستې ويډيو ورکړه چې په دغه ولايت کې د ولسمشر له لوري پرانېستل شوې دي.
د معلوماتو له مخې، د ۷۷۷ ميليونه او څه باندې ۸ سوه زره افغانيو په لګښت نن د پروژو پرانېسته وشوه چې د ۲۰۰ بستريز روغتون د ودانۍ پرانېسته، د خاص کونړ د کلينيک، د عامې روغتيا د اداري تعمير، سيدجمال الدين افغان پوهنتون د نجونو د لېليې، د سپورټ جمنازيوم، د عيدګاه جومات او يو شمېر نور بنسټيز کارونه په دغو پروژو کې شامل دي.
تر غونډې وروسته له ولسمشر سره د بېلابېلو غونډو ګډونوالو له رسنيو سره په خبرو کې د يادو غونډو او کونړ ته د ولسمشر د سفر په اړه خوښي څرګنده کړه؛ خو يو شمېر نورو بيا دا سفر راتلونکو ټاکنو ته د کمپاين سفر ياد کړ.
د څوکۍ ولسوالۍ يوه قومي مشر شاه جهان پاچا پژواک ته وويل، ولسمشر ورسره د ليدنې پرمهال د رغنيزو پروژو د پيل، د کونړ سيند د مهارولو، د کونړ پوهنتون ته د درېيو نويو پوهنځيو منظورول او شاوخوا ۲۰۰ ښوونځيو ته ودانيو جوړېدو ژمنه وکړه.
ديني عالم مولوي محمد اجمل وويل چې ولسمشر له ديني عالمانو سره غونډه کې د دوی ستونزې اورېدلي او د هغوی د غوښتنو په مقابل کې يې د حل ډاډ او ژمنې ورکړې دي.
خو د کونړ د مدني ټولنو د همغږۍ مرکز مشر محمد شعيب غروال په ټوله کې کونړ ته د ولسمشر سفر بې ګټې ياد کړ او نيوکه يې وکړه چې د دغه ولايت خلکو ته يې هېڅ کوم نوی زيری نه درلود.
هغه د پروژو پرانېستې باندې هم نيوکه وکړه چې ټولې يې هغه پروژې پرانېستې چې تر ولسمشر وړانډې وزيرانو پرانېستې وې.
خبريالان بيا په غونډو کې دوی ته د ګډون مخنيوی او د لويې غونډې لغوه کول اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون خلاف کړنه ګڼي او وايي، لومړی يې بايد خبريالان نه وای راغوښتي او بيا يې بايد ورته د ګډون اجازه ورکړې وای.
په ختيځ کې د خبريالانو د دفاع کمېټې استازي ذبيح الله غازي پژواک ته وويل، خبريالان تر ساعتونو ساعتونو انتظار وروسته هم د ولسمشر غونډې ته په داسې حال کې پرېنښودل شول، چې د ولايتي ادارې په بلنه او د ولسمشرۍ ماڼۍ په تاييد ورغوښتل شوي و.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن