جلال اباد (پژواک،۱۶ کب ۹۷): د داعش ډلې په ننګرهار کې پر يوه ساختماني شرکت د پروني ډله ييز ځانمرګي بريد مسووليت منلی دی.
له دې سره هم مهاله د ننګرهار چارواکو د دغه بريد د مرګ ژوبلې ارقام راټيټ کړي او ويلي يې دي چې بريد کې يوازې د شرکت يوولس کار کوونکي وژل شوي دي.
پرون د سهار په درې بجو پنځو بريدګرو د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ اړوند د جلال اباد هوايي ډګر ته څېرمه د EBE په نوم پر يوه ساختماني شرکت باندې بريد وکړ چې جګړې نږدې شپږ ساعته دوام درلود.
د داعش ډلې په خپله رسنيزه برېښنايي پاڼه اعماق کې د دغه بريد مسووليت منلى دی.
بلخوا د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د کب په ۱۶مه پژواک اژانس ته وويل، چې پروني بريد کې پنځه بريدګر او ۱۱ تنه د EBE ساختماني شرکت کار کوونکي وژل شوي دي.
دی وايي، په دغه بريد کې د دغه شرکت ۹ نور کار کوونکي ټپيان شوي هم دي چې پنځه تنه يې تر درملنې وروسته کورونو ته رخصت شوي او د څلورو روغتيايي وضعيت نازک دی چې اوس هم په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
تر بريد وروسته چارواکو رسنيو ته وويل چې د چاودېدونکو توکو يو ډک موټر او ځينې نور چاودېدونکي توکي يې هم کشف او له منځه وړي چې د جګړې سيمې په شاوخوا کې د نورو پېښو د رامنځته کېدو لپاره ځای پرځای شوي وو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن