ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د امریکا سمندري ځواکونو په هلمند کې له ځینو ښوونځیو سره د توکو مرسته وکړه

د امریکا سمندري ځواکونو په هلمند کې له ځینو ښوونځیو سره د توکو مرسته وکړه

author avatar
7 Mar 2019 - 14:46
د امریکا سمندري ځواکونو په هلمند کې له ځینو ښوونځیو سره د توکو مرسته وکړه
author avatar
7 Mar 2019 - 14:46

لښکرګاه (پژواک، ١٦ کب ٩٧): په هلمند کې د امريکا سمندري ځواکونو د څه باندې دوه سوه زره امريکايي ډالرو په ارزښت له يو شمېر ښوونځيو سره د بېلابېلو توکو مرستې وکړې.

د اړوندې موضوع په اړه جوړو شوو مراسمو ته د هلمند د پوهنې رييس داوود شاه صفاري وويل چې څه موده وړاندې يې په دغه ولايت کې د امريکا سمندري ځواکونو له ملکي برخې سره ليدلي او له هغوی يې د ښوونځيو د تجهيزاتو په برخه کې د مرستې غوښتنه کړې وه.

هغه زياته کړه چې يادو ځواکونو نن د ٢١٢زره ډالرو په ارزښت له ښوونځيو سره د تجهيزاتو مرسته وکړه.

ده وويل چې په دغو تجهيزاتو کې ٧٢٠ مېزونه او څوکۍ، ٢٥٠٠ د ناستې فرشونه، زرګونه کتابچي او قلمونه او د اوبو جکونه شامل دي.

صفاري زياتوي: ((دغه مرستې به دوام ولري، خو موږ کوښښ کوو چې دغه مرستې اول هغو ښوونځيو ته ورکړو چې تر نورو ډير ورته ضرورت لري.))

د هغه په وينا، د دغو مرستو په ترسره کېدو به په ښوونځیو کې تر ډېره ستونزې کمې او درسي بهير به پياوړى شي.

دغه راز لښکرګاه کې د شهید انجنير عبدالمتین عالي لېسې زده کوونکي عبدالخالق پژواک ته وویل چې درسي کتابونو او کتابچو تر څنګ دوى مېز او څوکۍ ته هم جدي اړتيا لري.

ده وويل: ((موږ نن ډېر خوشحاله يو چې دغه مرستې موږ سره وشوې، خو نورو مکتبونو سره هم بايد دغه مرستې وشي، څو هغه کسان چې درس نه وايي، درسونو ته مخه کړي.))

دغه راز د ګرشک مرکزي لېسې زده کوونکي شریف الله پژواک ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې ډېری ښوونځي د ناستي فرشونه، درسي کتابونه او د درس لپاره نور اړين توکي نه لري.

د هغه په وينا، هر کال زده کوونکو ته کتابونه ډېر ناوخته او پوره نه ورکول کېږي چې د زده کړو بهير ورسره زيانمن شوى دى.

ده وويل: ((د تعليمي کال له پيله څو مياشتې تېرېږي خو زموږ په مکتب کې يې تر اوسه اووم، اتم او نهم صنفونو ته کتابونه نه دي ورکړي.))

همدارنګه لښکرګاه کې د مدني ټولنې غړي عبدالحق ځواکمن پژواک ته وويل چې ښوونځيو او زده کوونکو ته بايد جدي پاملرنه وشي او ټولې ستونزې يې بايد هوارې شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.