ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“ناسم دودونو او د امکاناتو نشتوالي د کندهار ښځې له خپلو حقونو بې برخې کړې”

“ناسم دودونو او د امکاناتو نشتوالي د کندهار ښځې له خپلو حقونو بې برخې کړې”

author avatar
7 Mar 2019 - 18:50
“ناسم دودونو او د امکاناتو نشتوالي د کندهار ښځې له خپلو حقونو بې برخې کړې”
author avatar
7 Mar 2019 - 18:50

کندهار (پژواک، ۱۶ کب ۹۷): د کندهار د ښځو چارو رییسه وايي، ناسم دودونه او د امکاناتو محدودیت لامل شوی چې په ولسوالیو کې مېشتې ښځې له خپلو حقونو بې برخې پاتې شي.

مېرمن رقیې اڅکزۍ دغه څرګندونې د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت په جوړه شوې غونډه کې وکړې چې د والي او نورو چارواکو تر څنګ په کې سلګونو ښځو ګډون درلود.

اڅکزۍ وویل، د ښځو چارو ریاست د یو شمېر مرستندویه ادارو په مرسته هڅه کړې د ښځو په ښوونیز، روغتیايي، اقتصادي، حقوقي، سیاسي او ټولنیز وضعیت کې مثبت بدلون راولي.

دا وايي، که څه هم په کندهار ښار کې مېشتې ښځې په نسبي توګه په ښه حالت کې دي، خو د ولسوالیو ډېرې مېرمنې آن د ژوند له لومړنیو حقونو هم بې برخې دي.

د دې په خبره، په ټولیزه توګه حاکم شرایط او ناامني او بیا ناوړه دودونه او د امکاناتو محدودیت د دې لامل شوی چې د د ولسوالیو مېرمنو ته لاسرسی ګران شي.

نوموړې په روان کال کې له ښځو سره د تاوتریخوالي شمېرې هم وړاندې کړې او ویې ویل چې تر دې مهاله ورسره دغه ډول ۲۰۲ پېښې ثبت شوې دي.

هغې وویل، په دې کې ۲۹ د تفریق، ۳۵ د نفقې نه ورکولو، ۱۰ له کوره د تېښتې، ۱۳ د میراث، ۲۷ د وهلو، ۷ د اجباري واده او ۹ په کم عمر کې د واده پېښې شاملې دي.

دا وايي، له دې ډلې ۳۲ قضیې د ښځو چارو ریاست له خوا حل شوې، دغه راز ۸۹ قضیې عدلي او قضايي ارګانونو ته استول شوې دي.

د ښځو چارو رییسې په بېلابېلو برخو کې د ښځو د فعالیت په اړه هم معلومات ورکړل او ویې ویل، پر ستونزو سربېره د تېر په پرتله مثبت بدلون راغلی دی.

د پوهنې په برخه کې هغې یادونه وکړه چې په کندهار کې په ۱۹ ښځینه لېسو، پنځو لومړنیو او درېیو منځنیو ښوونځیو او دوو ښځینه مدرسو کې ۱۹ د مدیرانو او ۸۵۲ د ښوونکو په توګه دندې ترسره کوي چې ټولټال ۸۳ زره ۵۸۲ نجونې زده کړې په کې کوي.

دغه راز دې یادونه وکړه چې په روان کال کې ۸۲۳ نجونې له دوولسم ټولګي فارغې شوې دي.

د دې تر څنګ اڅکزۍ وویل چې څلور نجونې په عالي دارالمعلمین کې د ښوونکو په توګه کار کوي چې دا مهال ۸۲ محصلینې لري او ۸۵ سږ کال فارغې شوې دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.