ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امنیتي چارواکي: پر ۲۱۵ میوند قول اردو د برید غچ اخلو

امنیتي چارواکي: پر ۲۱۵ میوند قول اردو د برید غچ اخلو

author avatar
7 Mar 2019 - 17:02
امنیتي چارواکي: پر ۲۱۵ میوند قول اردو د برید غچ اخلو
author avatar
7 Mar 2019 - 17:02

لښکرګاه (پژواک، ١٦ کب ٩٧): د هېواد لومړۍ درجه امنيتي مسوولين وايي چې د ميوند قول اردو د پېښې پر جدي څېړنې سربېره به له وسله والو طالبانو کلک غچ اخلي.

د افغانستان د دفاع وزير اسدالله خالد چې د کورنيو چارو سرپرست وزير مسعود اندرابي او د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان سکاټ مېلر هم ورسره وو، د ۲۱۵ ميوند قول اردو د وروستۍ پېښې څرنګوالي راپور د اروزنې لپاره يادې قول اردو ته سفر وکړ.

د دفاع وزارت د راغلي پلاوي د لومړنيو څېړنو راپور واورېدل شو او وروسته د دفاع وزير له لوري د څېړنو د لا انکشافاتو او اصلي ريښو ته د رسېدو جدي سپارښتنه وشوه.

په دې غونډه کې مسوولينو په دغه ولايت کې د وروستيو عملياتونو او پرمختګونو تر څنګ د ملي اردو او ملي پوليسو يو شمېر ستونزې او نيمګړتياوې هم شريکې کړې.

د دفاع وزير اسدالله خالد د هلمند له والي، د نظامي شورا له غړو، امنيتي او دفاعي ځواکونو څخه مننه وکړه چې د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې يې ګڼ امنيتي پرمختګونه کړي او دښمن ته يې سخته ماتې ورکړې ده.

په غونډه کې د دفاع او کورنيو چارو وزيرانو د پوځي عملياتو او د وسله والو طالبانو د ځپلو په هکله د هلمند نظامي شورا له لوري نيول شوي پلانونه هم واورېدل او ټينګار يې وکړ چې عملیات دې نور هم چټک او پياوړي شي.

تر امنيتي غونډې وروسته د دفاع او کورنيو چارو وزيرانو د هلمند له والي سره په ګډه له خبريالانو سره معلومات شريک کړل او ټينګار يې وکړ چې د دې پېښې پر هر اړخيزې څېړنې سربېره به له وسله والو طالبانو هم کلک غچ واخيستل شي.

خالد وويل، تېره شپه هم د دې پېښې په غبرګون ګې دوه پوځي عمليات ترسره شول چې له مخې يې يو تن چې په دې پېښه کې يې لاس درلود، وژل شوی او ۷ تنه نور ژوندي نيول شوي دي.

د ده په خبره، په دې پېښه کې غفلت کوونکو امنيتي مسوولينو ته به هم سخته سزا ورکول شي، څو په راتلونکي کې د ورته پېښو مخنيوی وشي.

نوموړي له امنيتي ځواکونو په ځانګړې توګه کومانډو څخه مننه وکړه چې دغه پېښه يې مهار کړه او وسله وال طالبان يې اصلي هدف ته پرې نه ښودل.

د کورنيو چارو سرپرست وزير مسعود اندرابي وويل، امنيتي او دفاعي ځواکونه يو قوت او يوه هسته ده، چې په ګډه د دښمن ځپلو او د امنيت، سولې او ثبات راوستلو مسووليت لري.

ده زياته کړه، په هلمند ولايت کې طالبان سخت ځپل شوي، په کمزوري حالت کې دي او د دې توان نه لري چې د ولسواليو او سيمو نيولو کوم پلان پلی کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.