ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکومت د ټاکنو لپاره د امنیت ټینګښت او مالي همکارۍ ته چمتووالی وښود

حکومت د ټاکنو لپاره د امنیت ټینګښت او مالي همکارۍ ته چمتووالی وښود

author avatar
7 Mar 2019 - 15:53
حکومت د ټاکنو لپاره د امنیت ټینګښت او مالي همکارۍ ته چمتووالی وښود
author avatar
7 Mar 2019 - 15:53

کابل (پژواک، ١٦ کب ٩٧): د حکومت رهبرۍ د ټاکنیزو کمېسیونونو پر خپلواکۍ ټینګار وکړ او د ټاکنو ترسره کېدو او د امنیت د تامین په برخه کې هر ډول لوژستیکي او مالي همکاریو ته چمتووالى وښود.

دغه مطلب په هغې خبرپاڼه کې راغلى چې له ارګه پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د ټاکنیزو کمېسیونونو له نوو غړو او د دارالانشاء له رئیسانو سره وکتل.

سرچينه زياتوي، په دې کتنه کې چې په دلګشا ماڼۍ کې ترسره شوه، د جمهوري رياست دویم مرستیال استاد سرور دانش او اجرائیه ريیس ډاکتر عبدالله عبدالله هم حضور درلود.

سرچينه کاږي چې ولسمشر په دې ناسته کې وویل، د ټاکنو اړوند حکومتي بنسټونه له ټاکنیزو کمېسیونونو سره د ټاکنو ترسره کېدو په برخه کې بشپړ چمتووالی لري او ټاکنې پر ټاکلي وخت ترسره کېږي.

ده زیاته کړه، د دواړو کمېسیونونو خپلواکۍ ته په درناوي حکومت د ټاکنو د ترسره کېدو او  د امنیت د تامین په برخه کې هر ډول لوژستیکي او مالي همکاریو ته چمتو دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.