ترینکوټ (پژواک، ۱۶ کب ۹۷): د اروزګان ولایتي شورا او خلک وایي، دغه ولایت د معاملې په ترڅ کې یوه سیاسي ګوند ته ورکړل شوی او د کمزورې رهبرۍ له امله یې د اروزګان خلک نور تر پزې راغلي دي.
هغوی دغه څرګندونې نن د ولایتي شورا د غونډو په تالار کې وکړې او له مرکزي حکومته یې وغوښتل چې نور دې پر اروزګان معاملې نه کوي.
د اروزګان ولایتي شورا مرستیال عبدالکریم کریمي وایي، مرکزي اداره د خلکو غږ نه اوري او دغه ولایت یې د سیاسي معاملې ښکار کړی دى، نو اړ دي چې د ارګ پر ځای د حزب مرکزي ادارې ته ولاړ شي او هلته د خپلو حقونو غوښتنه وکړي.
ده زياته کړه، د ملي یووالي حکومت اروزګان حزب اسلامي ته په ډالۍ کې ورکړی او دغه ګوند بیا دغه ولایت ته یو پخوانی قوماندان د والي په توګه را لېږلې چې دلته د اروزګانیانو د ستونزو پر ځای خپلې چارې مخې ته وړي.
په غونډه کې لسګونو قومي مشرانو، مدني فعالینو، ځوانانو او څو نورو ګډونوالو هم پر مرکزي حکومت سختې نیوکې کولې چې د ستونزو د حل لپاره په خپلو کړنو کې پاتې راغلى او غږ یې نه اوري.
مدني فعال جاوېد خپلواک وایي، اروزګانیان څو ځلې ارګ ته د ستونزو د حل لپاره ورغلي او له شته ناخوالو یې د خلاصون غوښتنه کړې، خو هېڅ پایله یې نه ده ورکړې.
د ده په وينا، دا چې اروزګان په یوه معامله یوه حزب ته ورکول شوی، نو مجبور دي چې د هغه حزب دروازه وټکوي او د خپلو ستونزو د حل غوښتنه وکړي.
قومي مشران هم وایي، نور شته حالت ورته د زغملو نه دى او اړ دي چې لاس په کار شي.
قومي مشر حاجي خوشحال وایي، په یوه لوی زندان کې وخت تېروي او حالات یې ورځ تر بلې د نا امنۍ لوري ته ځي، غوښتنې دا دي چې د اروزګانیانو اساسي ستونزو ته دې پام وشي.
ولایتي ادارې بیا د اروزګانیانو د نوي غبرګون په تړاو څه نه دي ویلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن