جلال اباد (پژواک، ۱۶ کب ۹۷): د ننګرهار د پچيراګام ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، د داعش وسله والو د جګړو پر مهال يې سيمه سخته زیانمنه شوې چې اوس يې بيارغونې لپاه جدي اړتيا ده.
دوى وايي، چارواکو ورسره په بېلابېلو برخو کې د مرستو، کورونو او عامه ځايونو کې د بيارغونې ژمنې کړې دي خو عملي اقدام يې نه دى کړى.
د پچيراګام اوسېدونکو دا څرګندونې د کب په ۱۶مه د ننګرهار ولايتي شورا په انګړ کې د اعتراضيه غونډې پر مهال وکړې.
د غونډې يوه ګډونوال خان اغا ماهر وويل، د جګړو له امله يې کورونه نړول شوي، عامه تاسيسات يې زيانمن شوي، خو تر اوسه يې د بيارغونې لپاره په حکومتي کچه هېڅ اقدام نه دى شوى.
د ده په وينا، حکومت ورسره دوه ګونى چلند کوي او که دا لړۍ همداسې دوام وکړي، له حکومت سره به پرېکون وکړي.
بل ګډونوال شاکرالله عزام وويل، حکومتي چارواکي ورسره د مو او ميرې چلند کوي او د نورو ولسواليو په پرتله ورته کمه پاملرنه کوي.
د ننګرهار ولايتي شورا غړي اجمل عمر بيا ياده غونډه کې اندېښنه وښوده، که حکومت د لرو پرتو سيمو خلکو ته پاملرنه ونه کړي، شونې ده چې د وسله والو ډلو ملاتړ ته زړه ښه کړي.
د ننګرهار ولايتي چارواکي هم مني چې ځينو ولسواليو ته د رغنيزو پروژو په تطبيق کې پام نه دى شوى، خو ژمنه يې دا ده چې پچيراګام ولسوالۍ اوسېدونکو ته به په بېلابېلو برخو کې د بيارغونې پروژې پيل شي.
د دې غونډې پر مهال د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل د پچيراګام ولسونو ته ډاډ ورکړ چې يادې ولسوالۍ ته به کاري سفر وکړي، همداراز يې د احساساتو پر ځاى د حقيقتونو په شريکولو او خپلمنځۍ رښتينولۍ سره له ولسونو سره د اړيکو پاللو ژمنه وکړه.
هغه زياته کړه، مسوولينو ته يې په پچيراګام ولسوالۍ کې د ولسي تړون پروګرام د پيلېدو، د څارنې په موخه د يادې ولسوالۍ خلکو ته د پيل شوو پروژو په اړه بشپړ معلوماتو شريکولو او د امکاناتو په شتون سره په ياده ولسوالۍ کې د چارو د پيلېدو لارښوونې وکړې.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن