لومړی تعقیب- کابل (پژواک، ۱۶ کب۹۷): د کابل د ننني برید په ٣٢ ټپیانو کې عداللطیف پدرام، عبدالجبار تقوا، د ولسي جرګې یو غړی، د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماند محمد حنیف اتمر اته ساتونکي او د اجرائیه ریاست دوه موټر چلوونکي هم شامل دي.
د کابل په لوېدیځ کې د اسلامي وحدت ګوند د مشر عبدالعلي مزاري د یادغونډې مراسم د هاوان له څو فیرونو وروسته ګډوډ شول.
د عبدالعلي مزاري د یادغونډې په مراسمو کې چې د کابل په لوېديځ کې جوړ شوي وو، د پخواني ولسمشر حامد کرزي، اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله او یو شمېر نورو لوړپوړو چارواکو سربېره زرګونه کسانو ګډون درلود.
د کورنيو چارو وزارت د وياند دفتر سرپرست نصرت رحيمي وايي چې په دې بريد کې درې تنه وژل شوي او ٣٢ تنه نور ژوبل دي.
د اجرایه ریاست مرستیال ویاند امید میثم پژواک خبري اژانس ته وویل، د کابل په ننني راکټي برید کې په ولسي جرګه کې د دایکنډي د خلکو استازی شېرین محسني، د ولسمشرۍ ټاکنو احتمالي نوماند عبدالطیف پدرام، د ولسمشرۍ ټاکنو د بل نوماند زملي رسول لومړی مرستیال عبدالجبار تقوا، د محمد حنیف اتمر اته ساتونکي او د اجرائیه ریاست دوه موټر چلوونکي هم ټپیان شوي دي.
د ولسمشرۍ ټاکنو احتمالي نوماند او د ملي کنګرې مشر عبدالطیف پدرام په خپله رسمي پاڼه لیکلي چې په نننۍ پېښه کې برسېرن ټپي شوی دی.
د کابل په لوېديځ کې د فردوس معالجوي روغتون یوه مسوول پژواک خبری اژانس ته وویل، عبدالطیف پدرام له پانسمان وروسته رخصت شوی دی.
دغه راز د «سولې او اعتدال» د ټاکنیز ټېم مطبوعاتي مسوول په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې پېښه کې د ولسمشرۍ ټاکنو احتمالي نوماند محمد حنیف اتمر ته هېڅ زیان نه دی اوښتی خو اته ساتونکي یې ټپي شوي دي.
د «سولې او اعتدال» د ټاکنیزو ټېم د مطبوعاتو برخې یوه کارکوونکي قادرشاه د محمد حنیف اتمر د اتو ساتونکو ټپي کېدل تاییدوي او وايي چې ټپیان تر درملنه لاندې دي.
د وحدت اسلامي ګوند د مشر عبدالعلي مزاري د یادغونډه د څو پرله پسې چاودنو وروسته ګډه وډه شوه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن