د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کابل – جلال اباد پر لويه لاره نږدې ٣٠ زره قاچاقي موبايلونه نيول شوي

د کابل – جلال اباد پر لويه لاره نږدې ٣٠ زره قاچاقي موبايلونه نيول شوي

Mar 07, 2019 - 10:12

کابل (پژواک، ١٦ کب ٩٧) : د ملي اردو ځواکونو د کابل – جلال اباد پر لويه لاره د تلاشۍ پر مهال نږدې ٣٠ زره قاچاقي موبايلونه نيولي دي.

په ختيځ کې د ٢٠١ سيلاب قول اردو له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې موظفينو يې د يادې لويې لارې په اوږدو کې دلغمان ولایت اړونده ساحه کی له يوه موټر څخه ٧٥ کارتنه موبایلونه ترلاسه کړي دي.

سرچينې زياته کړې، د یادو مبایلونوپه تړاو دوه تنه نیول شوي هم دي او د پلټنو پر مهال يې اعتراف کړى، دغه موبایلونه چې شمېر یې نهه ویشت زره یوسلو اووه پنځوس سېټه کېږي له ګمرکي محصول پرته يې له پکستان څخه راوړي وو.

قول اردو ويلي، نيول شوي کسان  يې د پلټنوپه موخه قانوني مرجع ته سپارلي دي.

د يو بل خبر له مخې، د ننګرهار ولايت امنیه قوماندانۍ پولیسو په جلال اباد ښار کې شپږ کسان له نشه يي توکو سره نیولي دي.

د ولايت مقام له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې پولیسو د ځانګړو پلټنو پرمهال ۶۵ لېتره شراب، ۱۱ کیلو ګرامه هیروئین او یو شمېر نور توکي له شپږو کسانو سره نیولي دي .

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement