ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

زورواکي او وسله وال په اروزګان کې د ولسي تړون پروګرام پر وړاندې خنډ دي

زورواکي او وسله وال په اروزګان کې د ولسي تړون پروګرام پر وړاندې خنډ دي

author avatar
7 Mar 2019 - 12:15
زورواکي او وسله وال په اروزګان کې د ولسي تړون پروګرام پر وړاندې خنډ دي
author avatar
7 Mar 2019 - 12:15

ترينکوټ (پژواک، ١٦ کب ۹۷): د اروزګان والي اسدالله سعید وایي چې د وسله والو طالبانو تر څنګ زورواکي او کمزورى اداري مديريت په دغه ولايت کې د ولسي تړون ملي پروګرام پر وړاندې خنډونه دي.

نوموړي دغه څرګندونې د ولسي تړون پروګرام  اړوند په يوه غونډه کې وکړې چې په کې د دغه دفتر ځايي مسوولين، ولايتي چارواکي او قومي مشرانو برخه اخيستې وه.

هغه زياته کړه، ولسي تړون پروګرام په هېواد کې د کليوالي خدمتونو او یو شمېر بنسټیزو پروژو پلې کولو چارې مخې ته وړي او اړینه ده چې دغه پروژه په ټول هېواد کې په یو ډول پلې شي.

سعید وويل، يو شمېر پروژې شته چې په اروزګان کې باید د ولسي تړون د ملي پروګرام له  خوا عملي شي خو کارونه يې ځنډېدلي دي.

د نوموړي په وينا، په دې پروژو کې د ښوونځيو جوړول، ترميم، کلیوالي خدمات، بېکاره خلکو ته د کار پیدا کول او داسې نور شامل دي.

والي زياتوي، د دغه ولایت په زیاتو سیمو کې د دغه پروګرام پر وړاندې نه يواځې وسله وال مخالفين، بلکې ځايي زورواکي او د دغه پروګرام کمزورى مديريت خنډونه را ولاړ کړي دي.

هغه پر خلکو غږ وکړ چې له دغه پروګرام سره همکاره شي او په خپلو سیمو کې له طالبانو سره هم خبرې وکړي، څو د یاد پروګرام پلي کولو ته اجازه ورکړي.

سعيد وايي، په دغه ولایت کې زیات زورواکي د قانون منګولو ته سپارل شوي، خو لاهم یو شمېر شته چې دغه ډول ټولګټو پروژو پر وړاندې خنډ ګرځي او عملي کولو ته اجازه نه ورکوي، خو هغه د چا نوم یې وانه خيست.

د اروزګان د کلیو پراختیا او بیارغوني رییس انجینر محمد هاشم هم وایي چې په دغه ولایت کې د ولسي تړون ادارې کمزوری مدیرت د دې لامل شوی چې د خلکو له اړتیا او پلان سره سم خدمات وړاندې نه کړي.

هغه له مرکزي ادارې غوښتنه وکړه چې دې ستونزو ته لاسرسی وکړي.

د ولایتي شورا مرستیال عبدالکریم کریمي هم وويل چې ولسي تړون له پیله تر دې مهاله یوازې دغه پروګرام د مرکز ترینکوټ په څو مترۍ کې فعالیت لري.

د ده په وينا، اړینه ده چې دغه پروګرام نورو ولسوالیو او کلیوالو سیمو ته هم وغځول شي، څو خلکو ته خدمات وړاندې کړي او د کار کولو موقع برابره شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.