د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

"ناسم دودونو او د امکاناتو نشتوالي د کندهار ښځې له خپلو حقونو بې برخې کړې"

"ناسم دودونو او د امکاناتو نشتوالي د کندهار ښځې له خپلو حقونو بې برخې کړې"

Mar 07, 2019 - 18:50

کندهار (پژواک، ۱۶ کب ۹۷): د کندهار د ښځو چارو رییسه وايي، ناسم دودونه او د امکاناتو محدودیت لامل شوی چې په ولسوالیو کې مېشتې ښځې له خپلو حقونو بې برخې پاتې شي.

مېرمن رقیې اڅکزۍ دغه څرګندونې د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت په جوړه شوې غونډه کې وکړې چې د والي او نورو چارواکو تر څنګ په کې سلګونو ښځو ګډون درلود.

اڅکزۍ وویل، د ښځو چارو ریاست د یو شمېر مرستندویه ادارو په مرسته هڅه کړې د ښځو په ښوونیز، روغتیايي، اقتصادي، حقوقي، سیاسي او ټولنیز وضعیت کې مثبت بدلون راولي.

دا وايي، که څه هم په کندهار ښار کې مېشتې ښځې په نسبي توګه په ښه حالت کې دي، خو د ولسوالیو ډېرې مېرمنې آن د ژوند له لومړنیو حقونو هم بې برخې دي.

د دې په خبره، په ټولیزه توګه حاکم شرایط او ناامني او بیا ناوړه دودونه او د امکاناتو محدودیت د دې لامل شوی چې د د ولسوالیو مېرمنو ته لاسرسی ګران شي.

نوموړې په روان کال کې له ښځو سره د تاوتریخوالي شمېرې هم وړاندې کړې او ویې ویل چې تر دې مهاله ورسره دغه ډول ۲۰۲ پېښې ثبت شوې دي.

هغې وویل، په دې کې ۲۹ د تفریق، ۳۵ د نفقې نه ورکولو، ۱۰ له کوره د تېښتې، ۱۳ د میراث، ۲۷ د وهلو، ۷ د اجباري واده او ۹ په کم عمر کې د واده پېښې شاملې دي.

دا وايي، له دې ډلې ۳۲ قضیې د ښځو چارو ریاست له خوا حل شوې، دغه راز ۸۹ قضیې عدلي او قضايي ارګانونو ته استول شوې دي.

د ښځو چارو رییسې په بېلابېلو برخو کې د ښځو د فعالیت په اړه هم معلومات ورکړل او ویې ویل، پر ستونزو سربېره د تېر په پرتله مثبت بدلون راغلی دی.

د پوهنې په برخه کې هغې یادونه وکړه چې په کندهار کې په ۱۹ ښځینه لېسو، پنځو لومړنیو او درېیو منځنیو ښوونځیو او دوو ښځینه مدرسو کې ۱۹ د مدیرانو او ۸۵۲ د ښوونکو په توګه دندې ترسره کوي چې ټولټال ۸۳ زره ۵۸۲ نجونې زده کړې په کې کوي.

دغه راز دې یادونه وکړه چې په روان کال کې ۸۲۳ نجونې له دوولسم ټولګي فارغې شوې دي.

د دې تر څنګ اڅکزۍ وویل چې څلور نجونې په عالي دارالمعلمین کې د ښوونکو په توګه کار کوي چې دا مهال ۸۲ محصلینې لري او ۸۵ سږ کال فارغې شوې دي.

دې وویل، په کندهار پوهنتون کې څلور استادانې دندې ترسره کوي او ۴۸۲ محصلینې په بېلابېلو پوهنځيو کې پر زده کړو بوختې دي.

د ښځو چارو رییسې د روغتیا په برخه کې د ۳۴ ډاکترانو، ۲۴۷ قابلو، ۲۰ نرسانو یادونه وکړه چې په ۹۵ روغتیايي مرکزونو کې په کار بوختې دي.

په ټولنیزه برخه کې د ښځو د فعالیت په اړه هغې وویل چې ۱۳۹ ښځې په انجیوګانو او ۳۵۲ نورې په دولتي ادارو کې په کار بوختې دي.

د دې په وینا، په نظامي برخه کې بیا ۱۱۳ ښځې د سرتېرو، څلور د افسرانو، ۳۵ د ساتنمنو او يوه د سمونمل په توګه پر دندو بوختې دي او دغه راز د ملي امنیت په اداره کې شپږ ښځې کار کوي.

اڅکزۍ د دې تر څنګ یادونه وکړه چې سلګونو مېرمنو ته په کندهار ښار او نږدې ولسوالیو کې بېلابېلې حرفوي زده کړې ورکړل شوې او لسګونو نورې د دې ادارې په وسیله په بېلابېلو ادارو کې په کار ګومارل شوې دي.

خو دې یادونه کړه چې د دوی او مرستندویه ادارو فعالیتونه بسنه نه کوي او لا ډېر کار ته اړتیا ده.

غونډې ته یو شمېر مېرمنو هم ویناوې وکړې.

د ډاکټر عزیزې وطنوال په نوم یوې مېرمنې وویل، ښځې تر هر څه وړاندې سولې ته اړتیا لري؛ ځکه جګړې تر ټولو ډېر زیان ښځو ته اړولی چې هم یې هره ورځ د کورنۍ غړي اخلي او هم یې بدبخته کوي.

هغې د سولې په برخه کې وروستیو هڅو ته هیله مندي وښوده، خو ټینګار یې وکړ چې ښځې باید په کې زیانمنې نه شي او شته لاسته راوړنې باید وساتل شي.

د کندهار والي حیات الله حیات وویل، له بده مرغه په کندهار کې لا هم ډېرې ښځې زده کړې، روغتیا او د ژوند نورو اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري.

ده زیاته کړه، ډېرې مېرمنې چې زده کړو او یا کار ته زړه نه ښه کوي، لامل یې ناخوندي چاپېریال دی، خو ولایتي اداره هڅه کوي د هغوی لپاره خوندي چاپېریال برابر کړي.

دغه راز ده یادونه وکړه چې ډېرې ښځې روغتیايي اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري چې دوی به په دې برخه کې هم ډېر کار کوي.

د ښځو د لاسي صنعت په اړه والي وویل، ولایتي اداره به جدي کار وکړي څو د کندهار د ښځو د لاسي صنعت لپاره مناسب مارکېټ پیدا کړي او همدا مارکېټ د نړۍ له مارکېټونو سره ونښلوي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement