د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ناټو: د سولې مشورتي جرګې او کابل پروسې په جوړولو کې همکارۍ ته چمتو يو

ناټو: د سولې مشورتي جرګې او کابل پروسې په جوړولو کې همکارۍ ته چمتو يو

Mar 07, 2019 - 14:33

کابل (پژواک، ١٦ کب ٩٧): په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي د سولې مشورتي جرګې او کابل پروسې جوړولو کې د هر ډول مرستې او همکارۍ ډاډ ورکړ.

له ارګه د کب په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په افغانستان کې د ناټو سازمان نوي ملکي استازي نيکولاس کي نن له ولسمشر اشرف غني سره وليدل.

سرچينې زياته کړې، په دې کتنه دواړو لورو د سولې پروسې، له ترهګرۍ سره د مبارزې، د سولې په اړه د مشورتي لویې جرګې او کابل پروسې د درېیمې ناستې جوړولو په اړه بحث او خبرې وکړې.

ولسمشر غني نیکولاس کي ته د نوې دندې مبارکۍ ویلو ترڅنګ وویل، له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې باید سیمه ییزه اجماع رامنځته شي او د ترهګريزو ډلو ترمنځ اړیکې په ځانګړي ډول له هغوی سره د دولتونو اړیکې واضح شي، څو په سیمه کې پایداره سوله راشي.

هغه زیاته کړه، سوله د افغان دولت لومړیتوب دی او په همدې موخه مشورتي لویه جرګه جوړېږي او دغه راز د کابل پروسې درېيمه ناسته به پر سولې تمرکز ولري.

ارګ وايي، د دې کتنې په پای کې نیکولاس کي وویل، ناټو سازمان د افغان دولت له ټولو برنامو په ځانګړي ډول د تلپاتې سولې برنامې هر اړخیز ملاتړ کوي او د مشورتي لویې جرګې او کابل پروسې د درېیمې ناستې جوړولو په برخه کې هم همکارۍ ته چمتو دی.

د يادونې ده، نيکولاس کي تر دې مخکې په کابل کې د برېتانيا د سفير په توګه دنده ترسره کوله او په دې وروستيو کې د ناټو د ځانګړي استازي په توګه ټاکل شوى دى.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement