ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“پکتيا کې ډېری ښځو ته خپل اسلامي او قانوني حقونه نه ورکول کېږي”

“پکتيا کې ډېری ښځو ته خپل اسلامي او قانوني حقونه نه ورکول کېږي”

author avatar
7 Mar 2019 - 16:42
“پکتيا کې ډېری ښځو ته خپل اسلامي او قانوني حقونه نه ورکول کېږي”
author avatar
7 Mar 2019 - 16:42

ګردېز (پژواک، ١٦ کب ٩٧): په سوېل ختيځ زون کې د بشري حقونو ادارې، محاکم او مدني فعالان وايي چې د دغه زون د ولايتونو ډېری مېرمنو ته لا هم خپل اسلامي او قانوني حقونه نه ورکول کېږي.

دوی وايي چې دې چارې د مېرمنو ژوند له ډېرو ستونزو سره مخ کړی او له امله يې د ټولنې دا نيمايي برخه ګوښه شوې ده.

په سوېل ختيځ کې د بشري حقونو خپلواک کمېسيون مشر نوراحمد شهيم وايي چې د پکتيا غوڅ اکثريت مېرمنې له خپلو روغتيايي، تعليمي، د ميراث، په مناسب وخت د واده او د خاوند ټاکلو له حقونو او په کورنۍ او اداري کچه په پرېکړو کې سل سلنه محرومې دي.

هغه پژواک ته وويل: ((په توله کې شپېته فيصده خويندې په هره برخه کې له خپلو حقونو محرومې دي، یعنې دوی له روغتيايي او تعليمي حقونو، د ګډ ژوند له حقونو او په اداراتو کې د ونډې او پرېکړو له حقوقو نه شي مستفيدې کېدای.))

د پکتيا د ښځو چارو رياست هم دا خبره مني او وايي چې د دې ستونزو د حل لپاره بايد پر مرکز سربېره په ولسواليو کې کار وشي او خلک د ښځو پر اسلامي او بشري حقونو پوه کړای شي.

د دغه رياست مشرې نسرين اورياخېل وايي: ((تعليم بايد زيات شي، څو ښځې پر دې پوه شي چې د دوی حقه حقوق څه دي؟ يعنې عصري او ديني دواړه تعليم بايد زيات شي، هغه مهال به ښځې هم پوه شي او وروڼه هم چې زموږ خويندو، لوڼو او ښځو ته اسلام کوم حقونه ورکړي او هغه حقونه به ورکړي.))

د پکتيا د استيناف محکمې رييس مولوي عطاءالله فکري د نجونو او مېرمنو د حقونو اړوند اوسنی وضعيت خورا خواشينوونکی او له اسلامي احکامو سره په ټکر کې بولي.

فکري د دې ستونزې حل ته کار د ټولو ګډ مسووليت يادوي او وايي له مېرمنو سره د روانو ناخوالو خورا ناوړه اړخ دا دی چې دا ناوړه چلند ورسره د اسلام په نوم کېږي، په داسې حال کې چې په خبره يې اوسني خراب دودونه تر اسلام د مخه د جاهليت د وخت دي.

دی وايي: ((کوم حقونه چې دوی ته اسلام ورکړي، لکه د ميراث، د مېړه د انتخاب، تعليم او ځيني نور، زموږ ۹۹ فيصده خويندې ترې برخمنې نه دي. دا يو عمومي مشکل دی چې په موږ کې د جاهليت رسمونه، عنعنې او رواجونه پاتې او حاکم دي او متاسفانه چې اسلامي احکامو پر هغوی کوم تاثير نه دی کړی.))

د پکتيا پوهنتون استاده ډاکتر نازدانه پکتياوال وايي چې د مېرمنو د حقونو په برخه کې د ولايتونو په مرکزونو کې يو څه کار شوی، خو ډېره اړتيا ده چې د عمومي پروګرامونو له لارې لرې پرتې سيمې او ولسوالۍ هم د علمي پوهاوي تر پوښـښ لاندې راشي.

پکتياوال پژواک ته وويل: ((د خلکو او د دولت له مسوولينو زموږ يوازېنۍ ارزو دا ده چې له خلکو سره بايد کار وشي، خلک بايد له خپلو حقونو نه خبر شي، ښځې د سړيو او سړي دې د ښځو له حقونو خبر شي او بيا دې په خپلو کورونو کې خپلې خويندې، ميندې، اولادونه او ښځې پوه کړي.))

د ښځو شبکې مشره زرغونه همت په دې برخه کې دولتي او غير دولتي بشري او حقوقي ادارې پړې بولي چې په خبره يې، د ښځو او ماشومانو د حقونو ترلاسه کولو او خونديتوب لپاره يې کافي کار نه دی کړی.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.