ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کرزی: داسې سولې ته هیله من یو چې افغانستان په کې ملي حاکمیت ولري

کرزی: داسې سولې ته هیله من یو چې افغانستان په کې ملي حاکمیت ولري

author avatar
7 Mar 2019 - 20:17
کرزی: داسې سولې ته هیله من یو چې افغانستان په کې ملي حاکمیت ولري
author avatar
7 Mar 2019 - 20:17

کابل (پژواک،١٦کب٩٧): حامد کرزي د عبدالعلي مزاري په یادغونډه کې د سولې له خبرو ملاتړ وکړ او اجرائیه رییس بیا د جګړې مسوولیت د هغو کسانو پر غاړه وباله چې د جګړې پر دوام ټینګار کوي.

عبدالعلي مزاري د کابل تر کلابندۍ وروسته د ۱۳۷۳ کال په ژمي کې طالبانو ژوندی ونیوه او د همدغه کال د کب په ۲۲ مه يې ووژلو.

د افغانستان مخيني ولسمشر حامد کرزي په دغو مراسمو کې د مزاري د شخصیت ستاینه وکړه.

هغه د سولې په اړه هم خبرې وکړې.

کرزي د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې د روانو خبرو په تړاو خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه: ((هیله من یم چې له تر لاسه شوي موقعیت څخه ښه استفاده وکړو، موږ په همغه شدت او جدیت چې د جګړې مخالف یو، د امریکا له خوا د سولې د خبرو هرکلی او ملاتړ کوو.))

نوموړي هیله مندي ښکاره کړه چې په افغانستان کې د تلپاتې سولې د راتلو لپاره د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرو ته ژر تر ژره زمینه برابره شي.

نوموړي په خپلو خبرو کې وویل، چې جګړه د حل لاره نه ده او دوام یې د هېواد تباهي او بدبختي ده او زیاته یې کړه: ((هیله من یم چې د قطر د سولې په خبرو کې بشپړه تیاري ولرو څو تلپاتې او باعزته سولې ته ورسېږو، داسې سولې ته چې افغانستان په کې د ملي حاکمیت او خپلواکۍ مالک وي.))

هغه د روان کال د سلواغې په ۱۶مه په مسکو کې د طالبانو او د افغانستان د سیاسي ګوندونو د مشرانو تر منځ جوړه شوې ناسته په بشپړه توګه بین الافغانۍ و بلله او ویې ویل، د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بین الافغانۍ خبرو د ترسره کېدو لپاره هڅې روانې دي.

کرزي د افغانستان خلکو ته په اشاره وویل: ((هغه لاسته راوړنې چې په ۱۸ کلونو کې لاسته راوړې دي، زموږ هېوادوالو په ځانګړې توګه خویندو ډاډه اوسئ چې هغه سوله چې موږ په کې د حقیقي خبرو مالکان وو، په تلپاتې سوله بدلېږي، هغه راتلونکې چې زموږ خویندې او وروڼه پرمختګ او ارامۍ لوري ته وړي، تضمین شوي او بدلون په کې نه راځي. موږ له تیارو تېر شوي یو او د رڼا لور ته روان یو.))

دغه راز د ملي امنیت پخواني مشاور او د راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو نوماند محمد حنیف اتمر په دې ناسته کې وویل، مزاري د ملي یووالي پلوی و او په هېواد کې د جګړې د پای ته رسېدو لار یې د ملت جوړونه بلله او زموږ ټيم به د مزاري دغه لار تعقیب کړي.

اجرایه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله په یادو مراسمو کې وویل، د افغانستان د وحدت اسلامي ګوند پخوانی مشر مزاري د (د ملي وحدت شهید) د خلکو دوست او د خلکو له منځه وباله.

هغه سوله د ټولو خلکو هیله وبلله او ویې ویل: ((زه په دې باور یم چې د جګړې مسوولیت د هغو کسانو پر غاړه دی چې پر جګړه ټينګار کوي، د خبرو لپاره زمینه برابره شوې خو دوی خبرو ته تیار نه دي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.