کندوز (پژواک، ١٦ کب ٩٧): د کندوز سيمه ييز چارواکي وايي چې د دغه ولایت په قلعه زال ولسوالۍ د طالبانو د بريد له مله لس امنيتي سرتېري وژل شوي او ١٢ نور ټپيان دي، بل لور ته طالبان هم دغه جګړه تاييدوي.
د قلعه زال ولسوال فهيم قرلق د کب په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د دې ولسوالۍ په اقتپې سيمه کې پر امنیتي پوستو ډله ييز بريدونه کړي دي.
هغه وايي چې په دغو بريدونو کې لس امنيتي سرتېري وژل شوي او دوولس نور ټپيان شوي دي.
د ولسوال د معلوماتو له مخې، په وژل شوو سرتېرو کې دوه يې ملي اردو او پاتې نور يې سيمه ييز پوليس دي.
نوموړى وايي: ((جګړې تر سهاره دوام وکړ، خو سهار بيا کومکي ځواکونه سيمې ته ورسېدل طالبان يې پر شا وتمبول او دا مهال سيمه د امنيتي ځواکونو په کنټرول کې ده.))
نوموړي په دې جګړه کې د طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ويل.
دغه راز د اقتپې سيمې اوسېدونکي الله نظر پژواک ته وويل چې په دې جګړه کې طالبانو ځينې پوستې هم نيولې دي.
دى وايي: ((تېره شپه سخته جګړه وه، اوس هم حالات نورمال نه دي، کېداى شي بيا جګړه وشي.))
بل لور ته وسله وال طالبان هم دغه جګړه تاييدوي.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې د کندوز په قلعه زال کې د طالبانو د بريد له امله ٣٠ امنيتي سرتېري وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان شوي دي.
مجاهد وايي چې په دې جګړه کې دوه طالبان هم وژل شوي، خو ګڼ شمېر وسلې او مهمات د طالبانو لاس ته ورغلي دي.
د يادونې ده، قلعه زال د کندوز تر ټولو نا امنه سيمه ده چې ډېرى وخت په کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې کېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن