کابل (پژواک، ١٧ کب ۹۷): د کندوز يو شمېر مېرمنو د يوه لاريون په ترڅ کې له دولت او وسله والو طالبانو د سملاسي اوربند غوښتنه وکړه .
د کندوز ولايت مقام له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، دغه لسګونه مېرمنې نن د کب په ١٧مه کندوز ښار کې د مارچ د اتمې په مناسبت راټولې شوې وې.
سرچينه وايي چې دغو ښځو په داسې حال کې چې له ځان سره شعارونه هم لېږدول د لاريون پرمهال د امریکا پر ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، افغان دولت او وسله والو طالبانو غږ وکړ چې د سولې لپاره رښتیني،ګړندي او عملي اقدامات وکړي،څو نور په افغانستان کې دهیڅ انسان وینه د جګړو له امله تویې نه شي او نه هم خویندې، میندې او مېرمنې بورې او کونډې شي.
د دغو مېرمنو په خبره : (( موږ نور د روانو قربانیو توان نه لرو، موږ نه شو زغملی چې لانور دې زموږ بچیان یتیمان ،بې سرپرسته او معیوب شي، موږ ته نوره د جهاد په نوم افغان وژنه د نه منلو ده، موږ د جګړې په ښکیلو غاړو په ځانګړې توګه وسله والو طالبانو غږ کوو چې نور په خپلو خلکو او هېواد رحم وکړي. )
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن